د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې(۴۴۰ - ۴۴۱)ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۰:۵۴
د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې(۴۴۰ - ۴۴۱)ګڼه چاپ شوه!

اریانا؛ د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو د مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په «۱۳۲۱» ل.کال کې د علامه احمد علي کهزاد له لوري  تأسیس او اوسمهال یې تازه«۴۳۷» ګڼه له چاپه راووته.

په دغې علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي- څېړنیزې مقالې چاپ او نشر ته سپارل کېږي، کومې چې د علومو د اکاډمۍ د علمي غړو، څېړونکو او د پوهنتون د استادانو له لوري  د ټولنیزو علومو په برخه کې لیکل کېږي.

په دغې ګڼه(۴۳۷) کې لاندې علمي- څېړنیزې مقالې نشر شوي:

۱ – د هند په تاریخ کې د غلجیانو مقام(څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ)

۲ – نقش صلح و امنیت بر وضع اقتصادی اجتماعی افغانستان (څېړنپوه شېر علي تزري)

۳ – د سارتر په فلسفه کې د هستۍ او نیستۍ مفهوم(څېړنوال عبدالضابط ځدراڼ )

۴ – د لومړني جمهوریت پرمهال پاکستان سره سیاسي اړیکې(څېړندوی وجیه الله ظهیر)

۵ – په رسنیو کې بد اړخي او په افغاني ټولنه یې اغېزې(څېړندوی محمد داود ناظم)

۶ – ریاست های عمومی مستقل در حکومت و مسئله پاسخ دهی آنها به قوه مقننه(څېړندوی محمد حامد مصلح)

۷ – جایګاه ومقام نوایی در دربار سلطان حسین بایقراء(څېړنوال مایل آقا حکیم)

۸ – درسنیو مدیریت پېژندنه(څېړنیار عالم جان ژمن)

۹ – نقش مردم و شخصیت در تاریخ(څېړنوال مایل آقا حکیم)

۱۰ – د ډیجیټلي ټولنې په رامنځته کولو کې د پوهنې ونډه(پوهنمل نوراجان عاطف)

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%A7%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%DB%B1-%DB%B2%20%DA%AB%DA%BC%D9%87%20%DB%B1%DB%B4%DB%B0%DB%B0%20%DA%A9%D8%A7%D9%84.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS