د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې(۴۴۲ - ۴۴۳)ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۴:۳۱
د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې(۴۴۲ - ۴۴۳)ګڼه چاپ شوه

اریانا؛ د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو د مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په «۱۳۲۱» ل.کال کې د علامه احمد علي کهزاد له لوري  تأسیس او اوسمهال یې تازه«۴۳۷» ګڼه له چاپه راووته.

په دغې علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي- څېړنیزې مقالې چاپ او نشر ته سپارل کېږي، کومې چې د علومو د اکاډمۍ د علمي غړو، څېړونکو او د پوهنتون د استادانو له لوري  د ټولنیزو علومو په برخه کې لیکل کېږي.

په دغې ګڼه(۴۳۷) کې لاندې علمي- څېړنیزې مقالې نشر شوي:

۱ – د افغانستان په تاریخ کې د غلجیانو مقام(څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ)

۲ – نګاهی تحلیلی به روابط افغانستان و ترکیه در عصر شاه امان الله خان(څېړنپوه دکتور غلام فاروق انصاری)

۳ – د سارتر په فلسفه کې د آزادۍ مفهوم ته لنډه کتنه(څېړنوال عبدالضابط ځدراڼ )

۴ – د محمد موسی شفیق د صدارت پر مهال اېران سره سیاسي اړیکې(څېړندوی وجیه الله ظهیر)

۵ – د ځمکې د لاندې طبقو استملاک(څېړندوی عبدالقهار عزیزي)

۶ –کوچنی تمویل(مایکروفایننس) او د افغانستان په اقتصاد کې یې رول(څېړنوال محمد ولید همت)

۷ – د ناوړه دودونو په اصلاح د پاچا خان هڅې(څېړنوال رحیم الله حریفال)

۸ – د اسلام له نظره په اقتصادي معاملو کې د سوداکریزو اخلاقو اهمیت(څېړنیار رفیع الله منګل)

۹ – د هېواد د نافذه قوانینو له نظره د مصادرې حقوقي څېړنه(پوهنمل علي احمد بهار)

۱۰ – د تورېزم ټولنیزې او فرهنګي اغېزې(پوهندوی محمد رحیم خاکسار)

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%A7%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%DB%B3-%DB%B4%20%DA%AB%DA%BC%D9%87%20%DB%B1%DB%B4%DB%B0%DB%B0%20%DA%A9%D8%A7%D9%84.pdf

 

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS