د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۲:۳۴
د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او انتوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، روانشناسي، تعلیم و تربیې، ژورنالېزم، فلسفې او جامعه شناسي موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ۱۴۰۱ لمریز کال ۳-۴ مه ګڼه چاپ او خپره شوه.

په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

1. نګاهی مختصر به شناسنامۀ خراسان قدیم و افغانستان کنونی از نخستین عصر خلفای راشدین تا دوره احمدشاه ابدالی

معاون سرمحقق برهان الدین نظامی

2. بررسی منع خشونت علیه اطفال در اسناد ملی و بین المللی

محقق غلام نبی حنیفی

3. په افغانستان کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه: فرصتونه او ننګونې

څېړندوی شوکت الله عابد

4. د ټولیزو رسنیو په قانون کې د خصوصي حریم موضوع تحلیلي څېړنه

څېړنیار عالم جان ژمن

5. د محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي رژیم د سقوط لاملونه

څیړنیار سید محمد صادق سادات

6. توتالیتریزم و حکومت های آن

نامزد محقق محمد رفیع ځواک

7. افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د سیستم د پرمختګ د ځنډ لاملونه

څېړنیار ضیاءالحق ځلاند

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Ariana%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20year%201401.pdf

 

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS