"د افغانستان د اقتصادي پرمختیا عوامل" اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۲۸
د افغانستان د اقتصادي پرمختیا عوامل

"د افغانستان د اقتصادي پرمختیا عوامل" علمي-څېړنیز اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اقتصاد انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد لیکلی چې د اطلاعاتو و عامه اړیکو د ریاست لخوا چاپ شو. 
دا اثر سریزه، پنځه څپرکي، پايله او وړاندېزونه لري. په لومړي څپرکي کې د اقتصادي ودې او پرمختیا ځینې مفهومونه تشریح شوي، همدارنګه په متوازنـه او غیر متوازنه اقتصادي پرمختیا باندې بحث شوی دی. په دويم څپرکي کې د اقتصادي ودې عواملو تر سرلیک لاندي اقتصادي او غیر اقتصادي عوامل روښانه شوي او ورسره یې ټولنیز عوامل سیاسي او تشکیلاتي عوامل او دا چې هېواد کې څرنګه اقتصادي پرمختیا شونې ده، مفصل بحث شوی دی او موضوع څېړل شوې ده. په درېیم څپرکي کې پر پانګه، پانګونه او په اقتصاد کې یې اغېزې، د پانګونې ډولونو، په هېواد کې یې شته فرصتونه او ننګونې، په اقتصادي پرمختیا کې د پانګونې اغېزو او په هېواد کې د پانګې د کموالي په علتونو بـاندې ګټور بحث ترسره شوی دی.
په څلورم څپرکي کې د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د ځینو اقتصادي برخو؛ لکه د کرنې او مـالداري، اوبو، ځنګلونو، صنعت او کانونو، سوداګرۍ، ښوونې او روزنې، ملي امنیت او سیاسي ثبات، ټرانزیټ اوبندرونو رول څېړل شوی دی. په پنځم څپرکي کې د یوې ټولنې لرې پرتو سیمو اقتصادي پرمختیا ته له تیوریکي او عملي اړخه په عمومي ډول او د ګران هېواد افغانستان د لرې پرتو سیمو اقتصادي وضعې او پرمختیا ته په خاص ډول لنډه کتنه شوې او څېړل شوې ده چې له دې وروسته یاد اثر په پایله راغونډ شوی او د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره په کې ځانګړي وړاندېزونه ذکر شوي دي.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
http://asa.gov.af/sites/default/files/2023-09/Economic%20Development%20Factors%20of%20Afghanistan.pdf
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS