د افغانستان د علومو اکاډمي او د التقوی د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
یاد هوکړه لیک د علومو اکاډمۍ د فرهنګي اړیکو رئيس ښاغلي مولوي محب الله عصمت او د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئیس ښاغلی خوشحال جواد له خوا لاسلیک شو.
په یاده غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلابېلو برخو رئیسانو، څېړونکو او نورو غړو ګډون کړی و چې د یاد هوکړه لیک په ګټو او همکاریو یې خبرې وکړې.
ورپسې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئیس ښاغلی خوشحال جواد لنډه وینا وکړه او د هوکړه لیک د دواړو خواوو د همکاریو او علمي ـ څېړنیزو کارونو د ترسره کولو په اړه یې خوشحالي څرګنده کړه.