د افغانستان د علومو اکاډمي او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د علومو اکاډمي پلاوي د لوړو زده کړو وزارت له استازو سره د علومو اکاډمۍ په اډانه کې د ماسترۍ او دوکتورا د برنامو په پیل او د هغو په تخنیکي برخو خبرې وکړې، دواړه لورو د دغو برنامو پر ایجاد او یو له بل سره په همکارۍ بحث ترسره کړ او په دې هوکړه وشوه چې دې ډول غونډو ته به لا دوام ورکوي ترڅو د مراحلو له بشپړېدو وروسته برنامې په منظمه توګه پیل شي.