د افغانستان د علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ فرید الدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ ندامحمد نديم سره وکتل

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۰:۲۱
د افغانستان د علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ فرید الدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ ندامحمد نديم سره وکتل

د افغانستان علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ مولوي فریدالدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ الحدیث مولوي ندامحمد نديم سره تېره ورځ(د غبرګولي ۱۴مه) وکتل.

په دې کتنه کې چې د علومو اکاډمۍ پلاوي یې ملتيا کوله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د علومو اکاډمۍ په اډانه کې د ماسترۍ او دوکتورا د برنامو په پیل او د هغو په تخنیکي برخو خبرې وشوې، دواړه لورو د دغو برنامو پر ایجاد او یو له بل د همکارۍ هوکړه وکړه او په نږدې راتلونکي کې به د تخنیکي چارو په بشپړېدو سره برنامې پیل او په دې برخه کې به د هېواد لپاره کادرونه وروزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS