د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (۳۰مه) چاپ شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۵
کوشانی مجله

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي-څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوه او اوس مهال یې ۳۰مه ګڼه له چاپه راووته. په دغه علمي-څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي-څېړنیزې مقالې چاپ او نشر کېږي چې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، پوهنتونو استادانو او اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې مسلکي کارکوونکو له لوري د کوشاني سترواکۍ په اړه لیکل کېږي.

نو په دې ګڼه (پرله پسې۳۰مه یا ۱۴۰۲لمریز کال لومړی شمېره) کې لاندې علمي-څېړنیز مطالب نشر شوي دي:

۱) شیوۀ ساختمانی میگرون مس عینک در مقایسه با ساحات همجوار(سرمحقق کتاب خان فیضی

2) کوشانشهر در پرتو مطبوعات(نویسنده: محمد ابراهیم ستوده، مترجم: معاون سرمحقق علی احمد جعفری

3) اشوه گهوشا یکی از حامیان کنشکا(نویسنده: محمد ابراهیم ستوده، مترجم: محقق ستوری شمس مایار

4) منابع باستانشناسی و نقش آن در شناخت تمدن کوشانی‌ها(بخش اول)(پوهنوال مجتبی عارفی

5) آثار آیین زردشتی در ساحه باستانی مس عینک(سلطان مسعود مرادی

6) روش انتقال ساختمان­های باستانی به عنوان حفاظت فن معماری(نویسنده‌گان: اچ هاله کوزلو و اف بورسو بتوکان، مترجم: سرور هدایت)؛

7) گزارش علمی دور سوم حفریات ساحۀ باستانی موری خم زرگر ولایت کاپیسا سال 1399خورشیدی(عبدالرحمن نوری

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Koshanian%20quarterly%20journal%20no.%201%20Year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS