د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز لنډه پیژندنه

    دغه مرکز په ۱۳۶۷هـ. ش. کال د طبیعي- تخنیکی علومو په چوکاټ کې د (۳) انستیتیو ټونو: د ریاضي او انفارمټکس انستیتیوټ  ، د فزیک او تخنیک انستیتیوټ   او ساختماني انستیتیوټ   سره تأسیس شو چې وروسته يې (۵) انستیتیوټونو ته چې له: د ریاضي او فزیک انستیتیوټ  ، د معلوماتي ټکنالوژۍ انستیتیوټ  ، د تخنیک او ټکنالوژۍ انستیتیوټ  د انرژۍ انستیتیوټ   او د ساختماني انستیتیوټ   څخه عبارت دي، ارتقاء وکړه. پورته ذکر شوي انستیتیوټونه د علومو اکاډمۍ او طبیعي علومو معاونیت له موخو سره سم خپل څیړنیز کارونه د وزارتونو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ مخته وړي او هره پروژه د هیواد اقتصادي – اجتماعي وضعیت او په هیواد کې د موجوده ستونزو په پام کې نیولو سره طرح او په هغې باندې یې څیړنه کړي ده چې تر اوسه پورې (۴۳) علمي – څیړنيزي پروژي بشپړي کړي او د ادارو او ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو کار کوونکو په واک کې ورکړي دي.

د دې ترڅنګ نوموړي مرکز  توانیدلي چې د (۵) سمینارونو دایرولو، د مرکز او معاونیت په کچه د (۳۰۰) علمي – څیړنیزو کنفرانسو وړاندې کولو او د (۱۳۰) عنوانه علمي – څیړنیزو  او علمي – معلوماتي مقالو نشر او چاپ ته لاره پیداکړي. همدارنګه، د اریانا دایرة المعارف نږدي همکار دی.