د زېري جریدې د (۷ – ۸) مې ګڼې د چاپ او خپراوي زېری
د زېري جریدې (۷ – ۸) مه ګڼه هم د زېري جریدې د متعهدو همکارو لیکوالو په ښکلو لیکنو وپسولل شوه او دا دی ستاسې له خوا د لوستلو انتظار باسي.
زېری د هېواد د نامتو پوهانو: لکه پوهاند عبدالحی حبیبي، پوهاند صدیق الله رښتین، ګل پاچا الفت، کاندید اکاډمیسین عبدالروف بېنوا، قیام الدین خادم، علامه عبدالشکور رشاد او داسې نورو ادب پالو او ژبپالونکو د لاس نیالګی و، چې له نن څخه ۸۵ کاله مخکې یې د پښتو ژبې او ادب د ودې او سمسورتیا لپاره د پښتو ټولنې په ګلبڼ کې وکاره او د خپلو علمي او ادبي لیکنو په زور یې هغه علمي – ادبي مسایل پکې مطرح کړل چې لا تر اوسه یې ساری نه لیدل کېږي.
د دې جریدې د پر مخ یون په برخه کې له هغه مهاله تر دې دمه د زېري جریدې مسؤل مدیرانو هم نه هېرېدونکې علمي او ادبي هلې ځلې کړې دي، تر څو زېری د یوه ارزښتمن علمي – ادبي میراث په توګه راتلونکو نسلونو ته د ژبې او ادب انعکاس ور ولېږدوي.
د دې علمي – ادبي او فرهنګي میراث ساتل او بډایه کول د ټول پښتون ادبي کهول دنده جوړېږي، چې په خپلو کره ادبي او ژبنیو لیکنو او مقالو سره د زېري شمله هسکه وساتي.
یاده ګڼه په بشپړه توګه له لاندې لینک څخه راښکته کړئ...
https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/July%20month%20Zeray%20journal%20year%202022.pdf
د مقالو رالېږلو پته:
Zerai1316@gmail.com
0706523650
0777424340
زېری د ټول پښتون ولس د ژبې او ادب د خونديتابه لوی او لرغونی ادرس دی:
یادونه: د پښتو ژبې او ادب مینه وال کولای شي، چې د زېري جریدې ګڼې د علومو اکاډمۍ له کتاب پلورځي څخه ترلاسه کړي.