د سيمه ييز مطالعات ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۹
د سيمه ييز مطالعات ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه!

د سيمه ييز مطالعات ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو  د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ هـ.ل. کال کې يې خپرونې پېل کړې، چې تراوسه يې ۵۸ ګڼې خپرې کړې دي. په دغه ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو  تحليلي بحثونه خپريږي، همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۵۸) چې تازه له چاپه راوتې، ټول ۲۰۰ مخونه لري چې په کې د سيمې ييزو حالاتو په اړه ۷ علمي او څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱. د هند او پاکستان ترمنځ د وسلو کنټرول: فرصتونه او ننګونې                         احمد بلال خليل                                                                                             

۲.تحلیل روابط عربستان و قطر در پرتو رفع تحریم‏ها                                        محقق غلام نبی حنیفی                                       

۳. د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرنۍ ستراتيژۍ ارزونه                          څېړنوال محمد سرور احمدزی                                                    

۴. موقعيت جغرافیایی افغانستان از چشم انداز تئوری‏های...                                معاون سرمحقق طارق اعظم

۵. د افغانستان په اړه د هند او پاکستان د بهرني سياست پرتليزه...                    څېړندوی عبدالصبور مبارز
۶. موانع فراروی تمايلات هژمون طلبانه چين در جنوب آسیا                            محقق زهره محمدزی 
۷. د چابهار په اړه د هند پاليسي ا و د چين – پاکستان پر همکارۍ...                 څېړندوی سيف الله احمدزی
د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

 

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%87%20%DB%8C%DB%8C%D8%B2%20%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%A7%D8%AA%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%D8%8C%20%D8%AF%20%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9%20%DA%A9%D8%A7%D9%84%20%DB%B3%20%DA%AB%DA%BC%D9%87.pdf

 

 

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS