د طبي علومو د مرکز لنډه پېژندنه

د طبي علومو مرکز د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو په  چوکاټ کې د علمي – څېړنیز اسلوب په رعایتولو سره فعالیت کوي. په ۱۳۵۷ هـ.ل کال کې د طبي علومو د مرکز پوهانو د طبیعي علومو د انسټیټوټ په چوکاټ کې څېړنیز فعالیتونه ترسره کول. دې بنسټ په ۱۳۶۷ هـ.ل کال کې د مبرمیت او اړتیا په پام کې نیولو سره، په هېواد کې د شایع ناروغیو او د طبي علومو د څېړنو په برخه کې، د یو مرکز په بڼه خپل فعالیت ته ادامه ورکړه. د ۱۳۶۷ هـ. ل کال په درشل کې محترم اکاډمیسین پروفیسور ډاکټر محمد موسی وردګ د دې مرکز د لومړي افتخاري رئیس په توګه و ټاکل شو. له ۱۳۸۲ هـ.ل کال څخه تر ۱۳۸۴ هـ.ل کال پورې محترم پوهاند عبد الحی مؤمني د دې مرکز د افتخاري رئیس په توګه ګمارل شوی ؤ چې بیا وروسته په ۱۳۸۴ هـ. ل کال کې د دې مرکز د رسمي رئیس په توګه و ټاکل شو او تر ۱۳۸۶ هـ.ل کال پورې یې د رئیس په حیث خپلې دندې ته ادامه ورکړه. د ۱۳۸۶ هـ. ل کال په لومړیو کې محترم څېړنپوه ډاکټر احمدشاه عمر وردګ د دې مرکز د رئیس په توګه وټاکل شو او د ۱۳۸۸ هـ.ل کال تر پایه پورې یې د دې مرکز د رئیس په توګه خپل کار ته ادامه ورکړه. د ۱۳۸۹ هـ .ل کال له لومړیو څخه د ۱۳۹۱ هـ .ل کال تر پایه پورې محترم څېړنوال ډاکټر محمد حسن ساعي د دي مرکز د رئیس په توګه خپله دنده سرته ورسوله. د ۱۳۹۲ هـ.ل کال له لومړیو څخه تر دې مهال پورې محترم څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د دې مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کوي. دا مرکز د خپل فعالیت په موده کې د مجربو استادانو او علمي کادرونو لرونکی و چې په ګټورو روغتیايي موضوګانو یې څېړنې ترسره کړې دي. دې مرکز چې اوس مهال ۸ علمي کادري غړي لري، ۲۴ علمي څېړنیزې پروژې د هېواد له اړتیا سره سرم د بېلابېلو پتالوژیو په اړه بشپړې کړې او د علمي – څېړنیزو آثارو په بڼه چاپ او یا د چاپ لپاره چمتو شوې دي؛ همدارنګه په یادو شویو پروژو کې د هېواد د شایع ناروغیو د درملنې او مخنیوي لارې چارې هم وړاندیز شوې دي. اوس مهال په دې مرکز کې ۷ علمي – څېړنیزې پروژې تر کار لاندې دي. یاد مرکز په ملي کچه ۷ علمي ـ څېړنیز سیمینارونه دایر کړي او د خپلو علمي – څېړنیزو سیمینارونو د مقالو ټولګې یې هم چاپ کړې دي. همدا راز د طبي علومو مرکز د ۱۳۸۶ هـ.ل کال په درشل کې د ګلران ناروغۍ په هکله چې په هرات ولایت کې خپره شوې وه، علمي څېړنې ترسره کړې او په همغه وخت کې یې د نوموړې ناروغۍ په هکله یو علمی – څېړنیز سیمینار دایر کړ چې وروسته یې د مقالو ټولګه هم چاپ شوه. د طبي علومو مرکز د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د خپوروالي په لومړیو کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د پېښو د څېړنې تر سرلیک لاندې د علمي – څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه د ۱۳۹۹ هـ.ل کال د غوايي په میاشت کې چاپ او د ګټې اخیستنې په موخه یې خپلو هېوادوالو ته په پښتو او دري ژبو تقدیم کړه؛ باید وویل شي چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د مقالو ټولګه لا تر دې د مخه د علومو اکاډمۍ په انټرنیټي سایټ کې د PDF په بڼه اپلوډ شوې وه. د طبي علومو د مرکز د کادري غړو له خوا د روغتیايي ګټورو موضوګانو په باره کې ۷۵ علمي ـ څېړنیز کنفراسونه وړاندې شوي دي، د دې مرکز د علمي غړو له خوا  د حیاتي او روغتیايي موضوعاتو په هکله ۱۰۰ عنوانه علمي څېړنیزې مقالې لیکل شوې او چاپ شوې دي.

د بېلګې په توګه د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز د نوښتونو یادونه کوو؛  د طبي علومو مرکز په ۱۳۸۲ هـ.ل کال کې په عمده تنفسي ناروغیو باندې خپلې څېړنې تر سره کړې او نړیوال روغتیایي سازمان ته یې وړاندیز وکړ ترڅو د نمونیا یا سینه بغل واکسین د افغانستان د واکسیناسیون په ملي پروګرام کې شامل کړي چې د نړیوال روغتیايي سازمان د خوښې وړ وګرځېد او په ۱۳۸۶ هـ.ل کال کې د طبي علومو د مرکز علمي غړو په یوې نوې ناروغۍ باندې چې د هرات ولایت د ګلران په ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه خپلې علمي څېړنې ترسره او پایلې یې د ټولو سکتوري ادارو (د عامې روغتیا وزارت، د شهید سردار محمد داود خان روغتون، د لوړو زده کړو وزارت، د کرنې وزارت، د فارمسي پوهنځئ او د کابل د طبي علومو پوهنتون) په ګډون او د نړیوال روغتیايي سازمان په موجودیت او مالي تمویل سره د یوه ملي سیمینار په بڼه وړاندې کړې چې د طبي علومو د مرکز په همدې وړاندیزونو سره د ګلران وژونکې ناروغۍ په هېواد کې کمه او ورکه شوه. نړیوال روغتیایي سازمان د یاد سیمینار د مالي تمویل تر څنګ ټولو  پوهانو او ګډونوالو ته تحفې ورکړې او د عمده تنفسي ناروغیو د بررسي کتاب چې مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه او د (د بواسیرو ناروغۍ د سریري تظاهراتو او له عملیات څخه وروسته د مقدمو اختلاطاتو څېړنه) کتاب یې هم په خپلو مالي مصارفو چاپ کړل. د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز څېړونکو په طبي برخو کې علمي کتابونه او آثار تألیف او ژباړلي دي، د دې مرکز د څېړونکو له خوا د آریانا دایرة المعارف لپاره له ۱۰۰۰ څخه زیات طبي آرټیکلونه لیکل شوي، ا‌ډیټ شوي او ژباړل شوي دي. د طبي علومو د مرکز د علمي غړو له خوا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لومړی جلد دایرة المعارف په پښتو ژبه وژباړل شو او د آریانا قاموس لپاره په پښتو او  دري ژبو د طبي لغاتونو لیکل د روټین کار په بڼه د طبي علومو د مرکز د څېړونکو تر لاس لاندې و؛ همدارنګه په هېواد کې د نویو او حادو ناروغیو په باره کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د طبي علومو د مرکز له خوا روغتیا پاڼه هم چاپ شوې او چاپېږي.

د کلینیکي او لابراتواري څېړنو د ترسره کولو په موخه یاد علمي مرکز د کابل له طبي پوهنتون، د عامې روغتیا له محترم وزارت او د ملي دفاع له محترم وزارت ( د شهید سردار محمد داود خان روغتون) سره تفاهمنامې او رسمي پروتوکولونه لاسلیک کړي دي. د دې مرکز څېړونکي خپلې څېړنې د پورته یادو شویو وزارتونو په روغتونونو او لابراتوارونو کې ترسره کوي.

دا مرکز له سکتوري ادارو سره نږدې کاري اړیکې لري او په ټولو تخنیکي کمیسیونونو کې چې په روغتیا پورې یې اړه لرله د خپلو علمي غړو له لارې په فعال ډول ګډون کړی او کوي یې.

له بلې خوا د طبي علومو مرکز د هېواد د مخترعینو ادعاګانې چې دې مرکز ته یې مراجعه کړې ارزولې او د هغې په اړه یې خپل علمي او مسلکي نظر وړاندې کړی دی.