د طبیعت مجلې ۷۳ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳
د طبیعت مجلې ۷۳ ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په 1368 هـ . ش. کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې ۷۳ ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې ۷۳ ګڼه تازه د چاپ په ګڼه پسوټ شوې ده چې ۱۷۲ مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابېلو برخو په اړه پکې ۱۳ علمي – څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

1 مطالعه مقایسوی سیستم آبیاری قطره ... معاون سرمحقق دوکتور شاهدالله ساپی

2 اولویت بندی پسمانده های شهری بر ... معاون سرمحقق نصر الله فلک

3 عقب نشینی جغرافیایی باد های ... معاون سرمحقق محمد نذیر حیران

4 ارزیابی نقش شیروال( دیوار برشی) در ... معاون سرمحقق محمد مرتضی شیرزوی

5 مطالعه و بررسی مقایسوی کشت نبات ... معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی

6 په هېواد کې د زیتونو د تولید کچې او پروسس څېړنوال خلیل الرحمن بارکزی

7 په افغانستان کې د ځمکې ښوېدنې ... څېړنوال عبدالرحمن لطیف

8 مطالعۀ عوامل و عواقب فاضلاب های کلینیکی ... پوهنوال محمد واثق حسینی

9 له 2000 تر 2020 زېږدیز کال پورې په افغانستان ... څېړندوی محمد منیر نظیري

10 د الینګار پر فرعي سیندیزه حوزه د اقلیمي ... څېړندوی حامد امان

11 خوار شوی يورانيم او په افغانستان کې ... څېړندوی عمران لايق

12 لیتیم او په افغانستان کې یې سرچینې ... څېړنیار سید جمال الدین روحانی

13 مدل سازی ریاضی در مسایل بهینه سازی ... محقق خورشید انور نیازی

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/.../Tabiat%20quarterly%20journal%20no...

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS