د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰ ل کال د کب میاشتې پر ۳ یمه نېټه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.