د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د چین تګلاره: یو اړخیزه که څو اړخیزه؟

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۲:۲۳
څېړندوی عمران زکریا

(علمي – څېړنیز کنفرانس)

د روان ۱۴۰۱ هـ.ل کال د کب میاشتې پر ۲۳مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی عمران زکریا، څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه (د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د چین تګلاره: یو اړخیزه که څو اړخیزه؟) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي په پیل کې د موضوع اړوند تیوریک بحث وړاندې کړ، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چین د ښکېلتیا تر شا لاملونه څه دي او په افغانستان کې د چین لومړیتوب او ګټې کومې دي. همدارنګه د کنفرانس په اوږدو کې څېړونکي له تاسیس راهیسې د چین د خلکو جمهوریت د بېلابېلو پړاوونو ډېپلوماسۍ او له افغانستان سره یې د ښکېلتیا تاریخي بهیر ته اشاره وکړه. په ورته ډول، په افغانستان کې د سیمه ییزو سازمانونو ښکېلتیا او تر یوه بریده د هغوی د نه اغېزمنتیا په اړه یې دلالیل وړاندې کړل.

د بحث په وروستیو کې د مسلې طرحې، د څېړنې پوښتنې او همدارنګه د فرضیې په پام کې نیولو سره، څېړونکي په پایله کې په ډاګه کړه چې په اوسنیو شرایطو کې چین د افغانستان پر وړاندې کوم ډول پالیسي غوره کړې ده او همدارنګه د ښو اړیکو او له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره یې د ملي ګټو د خوندیتوب په صورت کې ځانګړي وړاندیزونه وکړل.

پورتنی علمي – څېړنیز کنفرانس د دفاع کمېسیون له لوري مثبت ارزیابي او د رایو په یووالي سره تایید شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS