د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۰
څېړنوال ډاکتر عبد الرحیم وردګ

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب علومو مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال ډاکتر عبد الرحیم وردګ د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

یاد کنفرانس د محرقې یا ټایفویید تبې د وباییزو فکټورونو، د ناروغۍ د لاملونو، کلینیکي نښو نښانو، تشخیصیه میتودونو، درملنې لارو او وقایوي تدابیرو د هر اړخیزې شننې په موخه ترسره شو.

ښاغلي وردګ صاحب وویل: محرقه د Salmonella typhi او Paratyphi له امله رامنځته کېدونکې یوه ساري او سیستمیکه ناروغي ده چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې انتقالېږي او د وخت په تېرېدو له شدیدو اختلاطاتو لکه د کولمو سوری کېدل، وینې بهېدنه او د بدن د بېلابېلو غړو التهابي ناروغیو سبب کېدای شي.

کلینیکي بڼه یې متغیره ده، خو تبه، بطني درد، هضمي ګډوډي او عصبي نښې د دې ناروغۍ مهمې ځانګړتیاوې دي.

تشخیص د کلینیکي لوحې، لابراتواري ازموینو او د وینې یا نورو مایعاتو د کلتور له لارې یقیني کېږي.

د درملنې لپاره کینولونونه، درېیم جنرېشن سفالوسپورینونه، ازیټرومایسین او په شدیدو حالتونو کې کارباپینیم کارول کېږي، او وقایه د Ty21a او Vi CPS واکسینونو په مرسته تأمینېږي.

د غونډې په پای کې د حفظ‌الصحې، د خوړو او اوبو د خوندیتوب، د خلکو د پوهاوي لوړولو او پر وخت تشخیص د اهمیت ټینګار وشو.

په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې شول او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل شول او کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۲۹
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۹
Background image

د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه

(د علمي-څېړنیزې پروژې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړنیار عتیق الله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
Background image

«د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دا کتاب د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لوري د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز سیمینار «د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې. . .

BACK TO NEWS