د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۳۳
د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل، د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب ۳مه

د علومو اکاډمي: د افغانستان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له خوا د علومو اکاډمۍ د علامه کهزاد په تالار کې د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍ واله ورځ نمانځغونډه ترسره شوه چې ويناوالو په کې د مورنۍ ژبې پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې.

په غونډه کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو او څېړونکو، د پوهنتونونو استادانو، ګڼ شمېر ماشومانو او نورو مینه نوالو ګډون کړی وو.

غونډه د اسدالله عادل د قرآن پاک په تلاوت سره پیل شوه او ورپسېد پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې رئیس پوهاند نجیب الله امرخېل پرانیسته وينا وکړه.

ده وویل: ژبه د بشریت روح او تکامل دی، که انساني ټولنې څخه ژبه واخیستل شي، انساني ټولنه په ټپه درېږي. همدارنګ په مورنۍ ژبه د زده کړو حق نه لرل، د نوموړې ټولنې او قوم لپاره ستر خنډ او د همدې ټولنې او قوم په حق کې جفا ده.

هغه په خپل خبرو کې د نیلسن مانډیلا هغه خبره چې وايي: که یو انسان ته په بله ژبه خبره وشي، نو مغزو ته یې لار کوي، خو که په مورنۍ ژبه ورته خبره وشي، نو زړه ته یې لار کوي.

همداشان ده زیاته کړه، ژبه د یو ملت د هستۍ او نیستۍ اساسي رکن دی، باید دې اساسي رکن ته کار وشي.

د علومو اکاډمۍ علمي منشي څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي په لومړي سر کې ټولو مېلمنو ته د علومو اکاډمۍ په استازولۍ ښه راغلاست ووايه.

ده په نړۍ او افغانستان کې د ژبو په وضعیت او تاریخچې خبرې وکړې او ویې ویل: د پاکستان او بنګلدېش د بېلتون او جلاوالي یو اصلي عامل ژبه وه.

نوموړي همداراز په نړۍ کې د ژبو په وضعیت خبرې وکړې، ویې ویل: د یونسکو د ۲۰۱۰م راپور له مخې تراوسه په نړۍ کې ۶۹۱۲ ژبې دي، خو په اتنولاګ کې ۷۷۹۷ ژوندۍ ژبې ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې، په ۲۱۰۰م کال کې به د دې ژبو نیمايي له منځه لاړې شي. ۲۴۷۳ داسې ژبې دي چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي، ۱۷۸ ژبې داسې دي چې له ۱۰ تر ۵۰۰ ویونکي لري، ۱۴۶ داسې دي چې تر ۱۰ ویونکي لري او ۵۷۷ داسې ژبې دي چې د مرګ له شدید ګواښ سره مخامخ دي. د ژبو د مړه کېدو لاملونه: طبیعي پېښې، بلواګري، ناروغۍ او وباګانې دي او همدا شان په ۲۱مه پېړۍ کې د ژبو له منځه تللو باعث نړیوالتوب يا ګلوبلایزېشن دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: هغه مدنیتونه چې په خپل وخت کې یې مهذبه ژبه درلوده، تر دې دمه یې نومونه په تاریخ کې ژوندي او تر اوسه هغه ژبې ژوندۍ دي.

د هغه په وينا، د علومو اکاډمي د خپل امکان او توان په اندازه د یوه علمي- تحقیقي مسئول بنسټ په توګه د هېواد په لویو او وړو ژبو څېړنې کړې او په راتلونکي کې هم په دې اړه برنامې او پلانونه لري.

د کلتوري ټولنو ګډې جرګې د دارالانشاء غړي ضیاءالحق حقپال په خپلو خبرو کې وویل چې دولت د اساسي قانون له مخې مکلف دی، هغه خلک چې په کومه سیمه کې په کومه ژبه خبرې کوي، باید په هماغه ژبه ورته د زده کړې زمینه برابر شي.

نوموړي همدا راز په هېواد کې د زده کړو په ګڼ شمېر ستونزې هم خبرې وکړې.

همداراز ماشومې هادیه شېراني د ماشومانو غوښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

پر دې سربېره لیکوالې او شاعرې صفیې صدیقي هم د مورنۍ ژبې په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه لیک ولوستل شو او غونډه د استاد محمد داوود کمال په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS