د میرزا خان انصاري دیوان د وروستیو دوو تحقیقي متونو کره‌کتنه او پرتلنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۳۷
څېړندوی احسان الحق کبیر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیتوټ علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر «د میرزا خان انصاري دیوان د وروستیو دوو تحقیقي متونو کره‌کتنه او پرتلنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په پیل کې د میرزاخان انصاري، د نوموړي د دیوان د خطي او چاپي نسخو او د هغو مرکزونو په اړه چې دغه نسخې په کې ساتل کېږي معلومات وړاندې کړل. د میرزاخان انصاري د دیوان ارزښت او د بیا چاپ په اړه یې خپلې څرګندونې وکړې.

میرزاخان انصاري د پښتو ادبیاتو د دویمې ادبي دورې له سرلارو او لومړنیو شاعرانو څخه شمېرل کېږي چې په منظمه او سیستماتیکه توګه یې عرفان او تصوف پښتو ادب ته داخل کړی دی، که څه هم له لومړۍ (لرغونې) ادبي دورې څخه په پښتو کې عرفاني او تصوفي شاعري موجوده وه، خو تر موږه د یادې ادبي دورې ډېر کم آثار رارسېدلي دي؛ نو ځکه هغه څوک چې په منظمه او سیستماتیکه توګه یې پښتو ادبیات له عرفان او تصوف سره آشنا کړل او په شعر کې یې شعري تومنه هم وساتله، میرزاخان انصاري دی. یوازې تصوف او عرفان نه، بلکې د میرزاخان انصاري شعرونه له ژورو فلسفي افکارو څخه هم ډک دي، خو تر اوسه پورې په پوره توګه د نوموړي د دیوان شننه او سپړنه نه ده شوې. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میرزاخان انصاري ډېرې خطي نسخې موندل کېږي او څو ځلې د ده دیوان چاپ شوی هم دی، خو بیا هم د میرزاخان انصاري د دیوان د یوې داسې چاپي نسخې چې له هره اړخه بشپړه وي، تشه لیدل کېدله.

په دې وروستیو کې (په ۱۴۰۳لمریز کال کې) د میرزاخان انصاري دیوان په کندهار کې د پوهندوی مطیع‌الله روهیال په سریزه، سمون او لغتنامه چاپ شوی دی، همدغه مهال یا له دې لږ څه وړاندې څېړنپوه دوکتور عبدالقیوم مشواڼي هم د میرزاخان انصاري د دیوان په تدوین بوخت و، چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې بشپړ او د علومو اکاډمۍ د علمي شورا له خوا تایید شوی دی. دغه اثر که څه هم چاپ نه دی خو د علومو اکاډمۍ په کتابتون موجود دی او هر څوک ترې استفاده کولای شي او د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د چاپ په پلان کې دی، چې ژر به چاپ شي.

څېړونکي په دغه علمي- څېړنیز کنفرانس کې د متنپوهنې له نظره د پورتنیو دوو تحقیقي متونو کره‌کتنه کړې، چې په کې د اثر سریزه، میتود، د اساس نسخې انتخاب، د نسخو لټون، نسخه بدلونونه، د دیوان مردفه بڼه  او وییپانګه ارزول شوې ده. د دې ترڅنګ په کمي او کیفي لحاظ هم د دواړه تدوین شويو متونو پرتلنه شوې، هغه بیتونه او شعرونه چې له دغو دواړو تصحیح شویو نسخو څخه په کومې یوې کې کم وو، هغه په ګوته شوي دي. 

څېړونکي د دغو او دې ته ورته موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل، د متنپوهنې د اصولو او پرنسیپونو له نظره یې یاد دیوان تحقیقي متنونه وارزول او د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل او د علمي کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS