د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د ځینو ولسوالیو(سرخرود، مهترلام او څوکی) اړوند کرنیزو خاورو کې د تکسچر څېړل

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱
وړاندې کوونکی: څېړنوال خلیل الرحمن بارکزی

وړاندې کوونکی: څېړنوال خلیل الرحمن بارکزی

خلاصه

د خاورې تکسچر (Soil Texture) د خاورې ډېر مهم فزیکي خاصیت دی چې د خاورې فزیکي او کیمیاوي خواص لکه د خاورې د اوبو جذبولو او ساتلو توان، په خاوره کې د اوبو او هوا حرکت او اندازه، د خاورې حاصلخېزي، د خاورې د کتایونو تعویضي توان او په خاوره کې د کرنیزو عملیاتو د اجرا کولو څرنګوالی متأثره کوي.

دا چې د خاوررې زرات یا تکسچر د خاورې حاصلخیزي متاثره کوي اړتیا ده چې په اړه یې په دقیق ډول څېړنې ترسره شي، کوم چې یاده موضوع ما ته د کرنې انستیتوت له لوري د څېړلو لپاره غوره کړی وه.

د دې څېړنې لپاره د خاورو نمونې له 1397 څخه تر 1402 لمریزو کلونو په موده کې د کرنیزو څېړنو د ټولو اصولو او قواعدو په نظر کې نیولو سره د ننګرهار، لغمان او کونړ  په ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تر سره شوې ده.

په دې څېړنه کې د ننګرهار، لغمان او کونړ  ولایتونو د ځینو ولسوالیو له 90 کلیو څخه چې ( له هر ولایت څخه 30 کلي) کېږي، د خاورې د ټولولو د زیګزاګ میتود په بڼه نمونې راټولې شوي او د هر کلي څخه نظر د کلي کرنیز او جغرافیايي جوړښت ته له 5 څخه تر 6 پورې څو ګونې نمونې چې مجموعه(472) نمونې کېږي او له هره څوګونې نمونې څخه له 5 څخه تر 15 یوګونې نمونې چې مجموعه یې(5174)  نمونې کېږي، راټولې شوي دي.

او د افغانستان د علومو اکاډمي د کرنې او کیمیا انستیتوتونو  په لابراتوارونو کې د (Hydrometer) په میتود لابراتواري تجزه  ترسره شوې دی.

د څېړنې لاسته راغلي ارقام څرګندوي چې د ننګرهار، لغمان، او کونړ ولایتونو د بېلابېلو سیمو خاورې د ذراتو د اندازې له مخې توپیر لري او دا توپیرونه باید د خاورې مدیریت او زراعتي پالیسو په جوړولو کې په پام کې ونیول ش. د خاورې د ډلبندۍ له مخې لاندې پایلې ترلاسه شوې دي:

  • د ننګرهار ولایت د سرخرودو ولسوالۍ د ډېری کلیو خاوره د Sandy loam (شګه ییزه لومي) ډلې پورې اړه لري، چې د اوبو ساتنه یې په منځنۍ کچه کې ده  او د کرنې لپاره مناسبه ده.
  • د موی مبارک، بختان، کنده چشمه، امرخېل، او فیض آباد کلیو خاوره د Loamy sand (لومي شګه) ډول پورې اړه لري، چې نسبتاً وبه لږې ا ساتي.
  • د بګرامیو کلي خاوره د Sand (شګه ییزه) ده، چې د اوبو ساتلو وړتیا پکې ډېره ټیټه ده او د غذایې موادو لیچنګ په کې زیات ده.
  • د لغمان ولایت د تجربې لاندې کلیو خاوره Sandy loam ده، خو د چهلمټیو او چهاردیو کلیو خاوره د Loamy sand ډلې پورې اړه لري.
  • د کونړ ولایت د فقیرکوټ، خاکي کلا، قاضي بانډه، شلوټۍ، پلاردره، او نجارانو کلیو خاوره د Sandy loam ده، چې د کرنې لپاره مناسبه ګڼل کېږي.
  • د بره کلماني، سنګولۍ، بابړ، کاندړ، ګړیګال، بادینزو، پهوسېری، کنډرو، او بر مسعود آباد کلیو خاوره د Loamy sand ده، چې د اوبو ساتلو وړتیا یې کمه ده.
  • له څېړنې څخه څرګنده شوه چې د یادو سیمو د خاورې جوړښت د کرنې لپاره متفاوت ده چې د اوبو د تنظیم، د عضوي موادو کارونې، او د سرې د انتخاب لپاره ځانګړي بېلابېل تدابیر غواړي.

د څېړنې پایلو ته په کتو اړوندو برخو ته لاندې وړاندیزونه ترسره شوي دي:

1- د افغانستان علومو اکاډمۍ، د کیمیا، بیولوژي او کرنیزو علومو مرکز، د کرنې انستېتوت ته وړاندیز کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د موضوع اهمیت ته په کتو هراړ خیزې څېړنې تر سره کړي.

2- د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کېږي چې د  خاورو د تکسچر د جوړښت او سمون لپاره کروندګرو ته په مرکز او ولایتونو کې د کرنې د برخې د پوهانو له لارې د عامه پوهایو پروګرامونه په لاره واچوي.

3- کروند ګرو ته وړاندیز کېږي چې د خپلو کروندو خاورې، د خاورې اړندو لابراتوارونو کې تجزیه کړي، د خاورې د ارزیابي سره سم د سرو اندازې، د استعمال وختونه او د اوبخور ډول خپلو کروندو ته  غوره کړي او د  سمون لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.

4کروندګرو ته وړاندیز کېږي، هغه کلي چې د Sandy loam خاورو په کلاس پورې اړه لري،  دا خاوره د کرنې لپاره مناسبه ده، خو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره باید د عضوي موادو لکه کمپوست کارونه وشي.

5 –  کروندګرو ته وړاندیز کېږي چې هغه کلي چې د Loamy sand خاورو په کلاس پورې اړه لري، دا ډول خاوره د اوبو ساتلو وړتیا کمه لري، نو د خاورې د حاصلخېزۍ د لوړولو لپاره عضوي مواد (لکه کمپوست) او خټینه خاوره ورته اضافه شي، د  اوبو د تنظیم لپاره د څاڅکي اوبو لګولو سیستم (Drip Irrigation) وکارول شي او د کرنیزو محصولاتو لپاره د وچکالۍ مقاوم نباتات وکرل شي.

6کروندګرو ته وړاندیز کېږي چې هغه کلي چې د Sand په کلاس پورې اړه لري خاورو د حاصلخېزۍ د لوړولو لپاره باید زیات عضوي مواد (کمپوست،  حیواني سرې، او خټینه خاوره) وکارول شي، د اوبو د تېرېدو د چټکتیا د مخنیوي په موخه، د اوبو لګولو له نویو میتودونو څخه ګټه واخیستل شي او د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او د باد په وسیله د خاورې د وړلو لپار د باد ضد ونې او بوټي وکرل شي، ترڅو د خاورې له تخریب څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱
Background image

د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د ځینو ولسوالیو(سرخرود، مهترلام او څوکی) اړوند کرنیزو خاورو کې د تکسچر څېړل

وړاندې کوونکی: څېړنوال خلیل الرحمن بارکزی خلاصه د خاورې تکسچر (Soil Texture) د خاورې ډېر مهم فزیکي خاصیت دی چې د خاورې فزیکي او کیمیاوي خواص لکه د خاورې د اوبو جذبولو او ساتلو توان، په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۲ لمریز کال پنځه ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۳ل کال ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي – څېړنيز خپرنيز ارګان دی چې په ۱۳۱۶ل کال تأسيس شوی دی او دمګړۍ يې درېيمه خپرنيزه. . .

BACK TO NEWS