د پامیر لوړو زده کړو مؤسسه له کتابتون سره د علمي آثارو مرسته وشوه؛

د پامیر لوړو زده کړو مؤسسه د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې ددې پوهنتون له کتابتون سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره مرسته وکړه.