" د پښتو ننني لیکوال " اثر چاپ شو.

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۵:۲
د پښتو ننني لیکوال

" د پښتو ننني لیکوال " اثر چاپ شو.
دغه مغتنم اثر د ادب د اسمان د دوو ستورو استاد قیام الدین خادم او پوهاند صدیق الله رښتین اثر دی چې د کندهار پوهنتون د استاد پوهنمل مطیع الله روهیال پر سریزې، زیاتونې او تعلیقاتو او د څېړنپوه سیدنظیم سیدي پر اهتمام د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ښکلي صحافت چاپ شوی دی. 
په دغه کتاب کې زموږ د ادب د اسمان دوو ستورو د خپلو هممهالو لیکوالو او شاعرانو پېژندنه او د اثارو بېلګې راوستي چې آن نن هم دا خبرې نوې او د ګټنې وړ دي. دوی په خپل وخت کې له ممکنه منابعو څخه ګټنه کړې چې ځینې لیکوال او شاعران يې په تفصیل او ځینې يې هم په لنډ ډول معرفي کړي، خو په دومره هنر چې اوس هم ځانګړی زړه راښکون لري. 
په ټوله کې ویلای شو چې دا کتاب درې سترې برخې لري: لومړۍ برخه يې د متن پر معرفۍ او د لیکوالانو پر هر اړخیزې پېژندنې چورلي، د فرهنګي ژوند ټول اړخونه يې را سپړي او بریالیتوبونه يې په ګوته کوي او بالاخره په پای کې يې د همدغه متن ارزښت او اهمیت په ډاګه کوي.
دویمه برخه يې اصلي متن دی چې زموږ دوو سترو لیکوالو په بېلابېلو مقالو، کالنیو او مجلو کې چاپ کړي او دلته د مدون له خوا په کټ مټ بڼه را اخیستل شوي او بیا پرې تبصره شوې ده.
د کتاب درېیمه برخه تعلیقاتو ته ځانګړې شوې چې دا برخه د مدون په مرسته د نویو سرچینو په رڼا کې بشپړه او د ضروري اړخونو یادونه يې شوې ده چې پر همدې اساس دغه کتاب د ادب مینه والو په ځانګړې توګه ادب تاریخ او ادبي تذکرې لیکوالو ته د لومړي لاس منابعو په توګه کار ورکوي او بې له شکه تر دې دمه چې په دې برخه کې کومې ستونزې او نیمګړتیاوې وې، هغه بشپړولای شي. 
په پای کې کتاب پر پایلې، مناقشې، وړاندیزونو او د مأخذونو پر الفبايي فهرست سره پای ته رسېدلی دی. 
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-09/Contemporary%20Writers%20of%20Pashto.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS