د کابل مجلې د ۱۴۰۳ کال ۳-۴ ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۶
د کابل مجلې د ۱۴۰۳ کال ۳-۴  ګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې تازه يې د ۱۴۰۳ لمریز کال درېیمه او څلورمه ګڼه چاپ شوې ده. کابل مجله چې پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې ده، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې چې تازه چاپ شوې ده، دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي:

۱. د منظومو داستاني ادبیاتو شکلي جوړښت څېړنپوه محمد آصف احمدزی

۲. د اکاډمیک څېړونکي او معیاري څېړنې ځانګړنې څېړنپوه محمدنبي صلاحي

۳. د پښتو فعلونو معانيزه خپلواکي پوهندوی عبدالعظيم صديقمل

۴. د شیدا په دیوان کې د «آئینه» موتيف څېړندوی احسان الحق کبیر

۵. د دراني سترواکۍ پر مهال د افغان شاعر.... ولادیمیرکوشیف

۶. د جانان فدوي تدوین شوي دیوان ته لنډه تنقیدي کتنه څېړندوی شریف الله سانېن

۷. د پښتو غزل درې دورې پوهنمل محمد رحمن رحماني

۸. د محمد الدين مقيد عرفاني شاعري ته کتنه پوهنيار محمدولي الهام

۹. د پښتو او دري متلونو معنایي تناسب څېړندوی محمد اتل انګار

۱۰. پښتو ټولنې د پښتو ادب اړوند څومره سیمینارونه ... پوهنيار عبدالوکيل حبيبي

1. ۱۱. په پښتو ژبه کې هوموګراف او هوموفون کلمې څېړندوی شوکت الله عمر

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لينک کې لوستلی او ډاونلوډ کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-03/kabul%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20Year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS