د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د ژبني، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ۱۴۰۲ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ او خپره شوه.
په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:
۱. د علامه ابو ریحان البیروني علمي شخصیت او د څېړنې لارې څېړنپوه محمد نبي صلاحي
۲. غزل او تغزل پوهنمل ګل رحمن رحماني
۳. دریاب قاموس ته کتنه پوهنیار عزت الله نورزی
۴. د جهاني په مثنوي کې د مولوي روایت څېړندویه فضیله احمدي
۵. د فابل کیسو ښوونیز او روزنیز ارزښت څېړندوی خالد تکل
۶. د میرزا خان انصاري په غزل کې د عقل مقـام پوهنیار عبیدالله اغېز
۷. په کره کتنه کې د ژبې او الفاظو څرنګوالی څېړندوی فضل الرحمن علیزی
۸. د مجذوب په شاعرۍ کې رومانټسېزم جاوید آفتاب
۹. په وروستۍ نیمه لسیزه کې د ځینو... څېړندویه نازو کمال
۱۰. د علامه اقبال له انده افغاني مشاهیر څېړندوی محمد اسحاق مومند
۱۱. د غزني په رشیدانو ولسوالۍ کې د ماشومانو... څېړندویه سونیا صمیم هوتک
۱۲. د میر علي دیوان ته لنډه کتنه څېړندوی حمایت الله ښاد
د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹