د کونړ ولایت د اقتصادي پرمختګ فرصتونه او ننګونې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۵:۲
ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد

«علمي-څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ټولنیزو علومو مرکز، د اقتصاد انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد ((د کونړ ولایت د اقتصادي پرمختګ فرصتونه او ننګونې)) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۲ل کال د میزان پر ۹ نېټه وړاندې کړ. دغه کنفرانس درې برخې درلودې: د کونړ ولایت پېژندنه، په اقتصادي سکتورونو کې د شته فرصتونو روښانه کول او په موجوده شرایطو کې د کونړ ولایت د پرمختګ د عمده شاخصونو وړاندې کول.

په کنفرانس کې پر دې بحث وشو، چې د کرنې او مالدارۍ پرمختګ د دغه ولایت د اقتصادي پرمختګ په معنا دی، چې تر څنګ يې د ټوریزم (ګرځندوی) صنعت وده او د اسداباد ښار پراختیا هغه څه دي چې د ټولو اقتصادي سکتورنو ودې ته حرکت ورکوي. په دغه کنفرانس کې پر همدې او نورو اقتصادي محورونو باندې لازم معلومات، ارقام او طرحې وړاندې شوې او په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. کنفرانس د ارزونې د کیمسیون له لوري مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS