د کیمیا، بیولوژي او کرنې د علومو د مرکز لنډه پیژندنه

د کیمیا، بیولوژي او کرنې د علومو مرکز په   1360 هـ.ل کال کې د طبیعي- تخنیکي علومو د برخې په جوړولو سره خپل فعالیت پیل کړ، یاد مرکز درې انسټیټوټونه (کیمیا، بیولوژي او کرنه) درلودل چې د هر یوه جوړښت په لاندې ډول وو:

 

I - د کرنې انسټیټوت

۱-  د اګرونومي ډيپارتمنټ

۲-  د کرنیز اقتصاد ډیپارتمنټ

۳ -  د خاورې پوهنې ډيپارتمنټ

٤-  دکرنيزو ماشينونو ډیپارتمنټ

۵-  د میوو او سبو ډيپارتمنټ

II - د بیولوژي انسټيټوټ

۱-  د نباتاتو ډيپارتمنټ

۲  - د زولوژي ډيپارتمنټ

۳ - د چاپېریال ساتنې ډیپارتمنټ

۴-  د جنیټيک ډيپارتمنټ

 - III د کیمیا انسټیټوټ

۱ -  د عضوي کیمیا ډيپارتمنټ

۲ -  د غیر عضوی کیمیا ډيپارتمنټ

۳- د فزیکي کیمیا ډيپارتمنټ

۴ -  د بیوشیمی ډيپارتمنټ

 

د دې مرکز څېړونکو او پوهانو د کیمیاوي صنایعو په بېلابېلو برخو کې، لکه: د ښيښه جوړونې صنعت، کاغذ جوړول، چرم جوړول، د کیمیاوي سرې تولید، په مېوو، سبو او حبوباتو کې د ویټامینونو، منرالونو او پروټینونو د شتون له اړخه د هغوی تجزیه کولو او تحلیلولو او هم د نباتاتو او حیواناتو په اړه علمي څېړنې ترسره تر سره کړي. برسېره پردې، د کرنې د انسټيټوټ پوهانو او څېړونکو د اګرونومۍ، بڼوالۍ، خاوره پېژندنې، د نباتاتو د اصلاح او د نباتاتو د ناروغیو په برخه کې پراخه څېړنې تر سره کړي چې د یادو څېړنو په پایله کې تر سلو (۱۰۰) ډېر علمي – څېړنیز اثار لیکل شوي او چاپ شوي  دي.

په همدې ډول، تر پنځو سوو (۵۰۰) ډېرې علمي – څېړنیزې مقالې د یاد مرکز د پوهانو له لوري لیکل شوي او چاپ شوي دي. د دې ترڅنګ د یاد مرکز یو شمېر څېړونکي د ځینو ادارو، لکه: د ستندرد ملي ادارې (ANSA)، د چاپېریال ساتنې ادارې، د کابل ښاروالۍ او د کلیو پراختیا او بیا رغونې د محترم وزارت سره مستقیمه همکاري لري، حتی د یادو ادارو په تخنیکي کميټو کې دایمي غړیتوب هم لري.  

  په هیواد کې د وروستیو دریو لسیزو د سیاسي بدلونونو د رامنځته کېدو په پایله کې یو شمیر پوهان له هیواده بهر نورو هېوادونو ته هجرت وکړ او یا هم د عمر د ډېروالي له امله تقاعد ته سوق شوه، په پایله کې یې بستونه تش پاتې شول او د وخت په تېرېدو سره یاد بستونه حذف کړای شول چې له امله یې د دې مرکز تشکیل کوچنی شو. په اوسني وخت کې د یاد مرکز تشکیل په لاندې ډول دی:

 - I د کرنې انسټيټوټ

۱-  د اګرونومي ډيپارتمنټ

۲ - د خاوره پوهنې ډيپارتمنټ

۳ -  د میوو او سبو ډيپارتمنټ

- II د بیولوژي انسټيټوټ

۱-  د نباتاتو ډيپارتمنټ

III -  د کیمیا انسټیټوټ

۱-  د عضوي کیمیا ډیپارتمنټ

یادونه: لاندینیو علمي غړو د دې مرکز د رئیس په توګه دندې ترسره کړي دي:

۱ -  ښاغلی څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني

۲ -  ښاغلی څېړنپوه انجنیر رحمت ګل احمدي

۳ -  ښاغلی څېړنپوه محمد یاسین فرهمند