علمي سیر او د اتنوګرافي له څېړنیز موزیم څخه لیدنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د اتنوګرافي له څېړنیز موزیم څخه د چراغ نخبګان خصوصي لیسې زده کوونکو د ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال د غبرګولی په ۲۹مه نېټه لیدنه وکړه.
د اتنوګرافي څېړنیز موزیم د قومونو د دودونو او رواجونو په برخه کې په هېواد کې لومړنی موزیم دی، چي په زړه پورې اتنوګرافیکي آثار لري.