له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې (۱۹۹۱-۲۰۱۶ز.کال) اثر چاپ شو.

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۵۷
له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې (۱۹۹۱-۲۰۱۶ز.کال)

له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې (۱۹۹۱-۲۰۱۶ز.کال) علمي ـ څېړنیز اثر څېړنوال ضیاالحق ضیا لیکلی او د بین المللي اړیکو او سیمه ییزو مطالعاتو په برخه کې د ځانګړي اهمیت په درلودلو سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو.

دا اثر چې ۵۲۸ مخونه لري په شپږو څپرکو کې ترتیب شوی دی چې په لومړي څپرکي کې یې له ۱۹۹۱ز.کال څخه مخکې له واشنګټن او مسکو سره د نوي ډیلي اړیکو ته ځغلنده کتنه شوې او یو شمېر هغه مهم مأخذونه چې د دې رسالې په لیکلو کې ترې کار اخیستل شوی دی معرفي شوي دي. دویم څپرکی یې له سړې جګړې وروسته تر ۲۰۰۱ز.کال پورې د هند او امریکا اړیکو ته ځانګړی شوی. په دې څپرکي کې له سړې جګړې وروسته د هند او امریکا د اړیکو د پراخېدو د زمېنو او لاملونو د څېړلو او روښانه کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو سیاسي او نظامي اړیکې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې او د هند له اټومي ازمایښتونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خړ پړتیا تر بحث او شننې لاندې نیول شوې.

په درېیم څپرکی کې له سړې جګړې وروسته تر ۲۰۰۱ز.کال پورې د هند او روسیې اړیکې په سیاسي، نظامي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې څېړل شوې دي. په څلورم څپرکي کې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته تر ۲۰۱۶ز.کال پورې له امریکا سره د هند اړیکې په سیاسي، نظامي، اقتصادي، هستوي برخو کې په هر اړخیزه توګه تر بحث او شننې لاندې نیول شوې دي. په دې څپرکي کې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته د سیمې په اړه د امریکا نوې سټراټیژي، اوږدمهاله سټراټیژيکه ملګرتیا، د بارک اوباما د بیا انډول سټراټیژي او د هند او امریکا هستوي اړیکې او همکارۍ څېړل شوې دي. پنځم څپرکی له ۲۰۰۱ز.کال څخه تر ۲۰۱۶ز.کال پورې د هند او روسیې د اړیکو په اړه دی. په دې څپرکي کې د هند او روسیې د اړیکو پراختیا؛ په بین المللي ډګر کې د هند او روسیې ګډ دریځونه؛ د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بهرني فکټورونه؛ د دوه اړخیزو اړیکو سټراټیژیک اړخ؛ له دودیزې نظامي سوداګرۍ څخه تر ګډ تولیده پورې د نظامي اړیکو پراختیا، د انرژي په برخه کې د هند او روسیې اړیکې او همکارۍ او همدارنګه هستوي اړیکو او همکاریو ته ورته مسایلو تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

په شپږم څپرکی کې له ۱۹۹۱ز.کال څخه تر ۲۰۱۶ز.کال پورې پر افغانستان له امریکا او روسیې سره د هند د اړیکو اغېزې روښانه شوې دي، همدارنګه په افغانستان کې د امریکا نظامي ښکېلتیا او سیمه ییز غبرګونونه څېړل شوې دي. دا اثر د پایلې او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره پای ته رسېږي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/.../India%E2%80%99s%20Relations%20with...

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS