محترم مفتي ابو سعید راشد د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاون په حیث معرفي شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس مفتي ابو سعید راشد د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاون په حیث وټاکل شو او د علومو اکاډمي د عمومي رئیس شیخ مولوي فرید الدین محمود لخوا د معاونینو او د بېلابېلو مرکزونو رئیسانو په حضور کې خپلې دندې ته معرفي شو او په خپلو چارو کې ورته د بریالیتوب دعا وشوه.