پر مرکزي آسیا د روسیې او اوکراین د جګړې سیاسي او امنیتي اغېزې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۵:۴۹
څېړندوی رحمت الله همت مظلومیار

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی رحمت الله همت مظلومیار لخوا (پر مرکزي آسیا د روسیې او اوکراین د جګړې سیاسي او امنیتي اغېزې) تر عنوان لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۲ ل.کال د سرطان پر ۲۸ نېټه وړاندې شو.

نوموړي پر مرکزي آسیا د روسیې ـ اوکراین جګړې سیاسي او امنیتي اغېزو باندې هر اړخیز بحث وکړ. دا چې اوکراین له ناټو سازمان سره د یوځای کېدو لېوالتیا درلوده او له روسیې څخه یې واټن اخېسته، نو روسیې د ۲۰۲۲ز. کال د فبروري په میاشت کې پر اوکراین نظامي برید وکړ، روسیې غوښتل د لوهانسک او دونتسک ښارونه چې د دونباس سیمې باندې شهرت لري، په څو اونیو کې ونیسي او له روسیې سره یې الحاق کړي، خو دغه جګړه اوږده شوه له اوکراین څخه غرب ملاتړ وکړ، مالي او د نظامي تجهیزاتو مرستې یې ورسره وکړې او پر روسیه یې بندېزونه ولګول. د روسیې ـ اوکراین جګړې پر نړیوال نظم او اقتصادي وضعیت مهمې اغېزې درلودې, همدارنګه دغې جګړې د روسیې پر نږدې ګاونډیو, په ځانګړې توګه د مرکزي آسیا پر هېوادونو هم اغېزې درلودې.

په سیاسي برخه کې د روسیې او اوکراین جګړې د مرکزي آسیا پر هېوادونو مختلفې اغېزې درلودې چې د دې جګړې له اوږدېدو سره د مرکزي آسیا هېوادونو ارضي تمامیت له ګواښ سره مخامخ شو او د بهرني څو اړخیزه سیاست پر وړاندې یې ستونزې ایجاد شوې او د مرکزي آسیا په کورنیو ستونزو کې د روسیې منځګړیتوب او نقش کمزوری شو او په روسیه کې د مرکزي آسیا مهاجرو کارګرو کار باندې یې منفي اغېز وکړ او همدارنګه په مرکزي آسیا کې د امریکا، چین او ترکیې نفوذ زیاتېدلو ته زمینه برابره شوه.

د روسیې او اوکراین جګړې د مرکزي آسیا پر هېوادونو په امنیتي برخه کې هم اغېزې درلودې چې د مرکزي آسیا هېوادونو د امنیت په ټینګښت کې روسیه مهم رول لري. که چېرې د مرکزي آسیا هېوادونه له روسیې څخه واټن واخلي او غرب ته نږدې شي, نو روسیه کولای شي د دې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي، ځکه له یوه اړخه د تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان په هېوادونو کې نظامي اډې لري او له بل اړخه روسي دیاسپورا په دې هېوادونو کې استوګن دي او روسیه کولای شي په خپله ګټه ترې کار واخلي.

د روسیې او اوکراین د جګړې له پيل وروسته د ټولیز امنیت پیمان سازمان نقش هم د کمزوري کېدو په حال کې دی. د ټولیز امنیت پیمان سازمان کمزوري کېدو لامل د مرکزي آسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د سرحدي پولو پر سر د جګړو مخنیوي کې د ټولیز امنیت پیمان سازمان کمزوری دریځ دی.

د مرکزي آسیا هېوادونه هڅه کوي د روسیې او غرب سره خپلې اړیکې په سمه توګه مدیریت کړي، له یوه اړخه له روسیې سره نږدې اړیکې او ستراتیژیک مشارکت لري او له بل اړخه د غرب له پالیسیو سره د نږدې کېدو له امله ممکن د مسکو له غبرګون سره مخامخ شي. نوموړي هېوادونه هڅه کوي تر څو هم مسکو راضي وساتي او هم پر روسیې د غرب له لورې د بندېزونو رعایت وکړي او له مسکو سره له همکارۍ څخه ډډه وکړي, تر څو د غرب او امریکا له ثانویه بندېزونو ځان وژغوري، خو دواړو لوریو راضي ساتل ورته ستونزمن دی.

دا وو د کنفرانس لنډيز د کنفرانس په پای کې محقق د ګډونوالو پوښتنو ته مقنع ځوابونه وويل او د ژوري هئيت له لوري کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS