په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه

نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د تلې/میزان میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په نوښت (په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو، څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې وړاندې شو.
سیمینار د ښاغلي قاري صاحب مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود درنو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمینار ګډونوالو ته عالمانه او پرانېستې وینا وکړه، ښاغلي شیخ صاحب وویل:
«پوهېږو چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر په توګه، په پایښت لرونکي پرمختګ او ټولینزې هوساینې کې بنسټیز رول لوبوي. همدارنګه په اوسني وخت کې غذايي امنیت د هر هېواد ملي امنیت او دوامداره پرمختګ مهمو ستنو ته بدلون موندلی دی، خو ګڼ شمېر ننګونې، لکه: د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت، د نفوسو زیاتوالی، د خاورې تخریب، له کرنیزو اصلاح شویو تخمونو څخه په ګټه اخیستنه کې ضعف او عصري ټکنالوژیو ته محدود لاسرسی د دې برخې د ځواکمنو ظرفیتونو د څېړنو مخه نیولې ده. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په دې باور ده چې یوازې د علمي څېړنو، تجربو تبادلې او د ټکنالوژيکي نوښوتونو د پلي کولو له لارې کولی شو دا خنډونه له منځه یوسو او د کرنې او مالدارۍ د تولید زیاتوالي ته لاره هواره کړو. دا کار به نه یوازې د خوړو په تولید کې د ځان بساینې لامل شي، بلکې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د بې وزلۍ د کچې د ښکته کېدو او د ملي اقتصاد د پیاوړي کېدو سبب به هم شي».
وروسته د طبيعي – تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب د محترم رئیس الوزراء پیغام ولوست، په پیغام کې د یاد سیمینار له جوړلو مننه وشوه او دا د قدر وړ اقدام وبلل شو. په یاد پیغام کې وویل شول چې، «غذايي امنیت لکه څنګه چې د انسانانو لومړني حقوق ګڼل کېږي، حاکم نظامونه مسؤلیت لري چې د خپل ولس هراړخیز امنیت او حفاظت ته پاملرنه وکړي، لکه څنګه چې د هغوی د سر، مال او عزت ساتنه کوي همداراز د خلکو غذايي امنیت هم باید تامین کړي، هغوی له فقر، لوږې او نادارۍ څخه وساتي او د ژوند اساسي اړتیاوې یې پوره کړي».
ورپسې د اقتصاد وزارت معین محترم عبد اللطیف نظري، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې رئیس محترم وحید الله فریادي، د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ وزارت د زراعتي تحقیقاتو رئیس محترم مولوي نصر الله طلحه، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار محترم دکتور غلام فاروق اعظم، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین محترم دکتور ملا زین العابدین عابد، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم مولوي ضیاء الرحمن اریوبي، د ریاس.ت ال.وزراء د اداري معاونیت د دفتر رئیس محترم مولوي خلیل الله روحاني، د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال محترم انجینر ویس الدین ویس، د تخنیکي – مسلکي زده کړو ادارې د څېړنو او نوښت رئیس محترم دکتور سید محسن سادات هم د یاد سیمینار وینا وال وو.
په یاد سیمینار کې د مقالو لوستلو لړۍ هم جریان درلود چې له (۱۸) عنوانه مقالو څخه یې د وخت د کمښت په اساس ځینې مقالې ولوستل شوې او د سیمینار په پای کې څېړونکو او ګډونوالو په (۷) مادو کې د لاندې پرېکړه لیک تصویب کړ او د څېړنپوه ویس الدین جواد لخوا د ټولو ګډونوالو په حضور کې ولوستل شو:
1. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د هایدروپونیک کرنې له سیستمونو کې د پانګونې تر څنګ، د کرنې د مختلفو برخو په کچه د روزنیزو ورکشاپونو او د عامه پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو له لارې د هایدروپونیک سیستمونو ګټې معرفي او د علمي څېړنو د ترویج او پراختیا هڅې وکړي.
2. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د بایو ټکنالوژۍ په برخه کې د لابراتوارونو د جوړولو او د ظرفیت د لوړولو ځانګړي پروګرامونه طرح او عملي کړي، او د دې برخې د پراختیا او ترویج لپاره لازمې هڅې ترسره کړي.
3. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې په هېواد کې د عمودي کرنې د ټکنالوژۍ او تخنیک د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
4. د افغانستان اسلامي امارت ، خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې په ګډه همکاري سره د ترانسجینک کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، څو زموږ هېواد د دوامدارې کرنې او غذایي امنیت په لور عملي ګامونه واخلي.
5. د دې کنفرانس ګډونوال باور لري چې د افغانستان د غذایي امنیت تحقق د معاصرې کرنیزې او مالدارۍ ټکنالوژۍ له ګټې اخیستنې پرته ممکن نه دی. له همدې امله ټولو اړوندو بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې د کرنې او مالدارۍ د علمي، تخنیکي او عملي بدلون په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، څو افغانستان وکولای شي د غذایي خودکفایۍ او پایداري په لور ثابت ګامونه واخلي.
6. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د هېواد د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره بنسټیزې څېړنې پیل او عملي کړي.
7. په پای کې وړاندیز کېږي چې د دې سمینار د مقالو ټولګه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري چاپ او خپره شي، تر څو د استادانو، عالمانو، څېړونکو او مینهوالو د ګټې وړ وګرځي.
سیمینار د ښاغلي څېړنپوه سید حبیب شاکر په مثبته ارزونه او د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال محترم مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره پای ته ورسېد.