په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳
په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه

نن د یک‌شنبې ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د تلې/میزان میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په نوښت (په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو، څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې وړاندې شو.

سیمینار د ښاغلي قاري صاحب مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود درنو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمینار ګډونوالو ته عالمانه او پرانېستې وینا وکړه، ښاغلي شیخ صاحب وویل:

«پوهېږو چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر په توګه، په پایښت لرونکي پرمختګ او ټولینزې هوساینې کې بنسټیز رول لوبوي. همدارنګه په اوسني وخت کې غذايي امنیت د هر هېواد ملي امنیت او دوامداره پرمختګ مهمو ستنو ته بدلون موندلی دی، خو ګڼ شمېر ننګونې، لکه: د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت، د نفوسو زیاتوالی، د خاورې تخریب، له کرنیزو اصلاح شویو تخمونو څخه په ګټه اخیستنه کې ضعف او عصري ټکنالوژیو ته محدود لاسرسی د دې برخې د ځواکمنو ظرفیتونو د څېړنو مخه نیولې ده. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په دې باور ده چې یوازې د علمي څېړنو، تجربو تبادلې او د ټکنالوژيکي نوښوتونو د پلي کولو له لارې کولی شو دا خنډونه له منځه یوسو او د کرنې او مالدارۍ د تولید زیاتوالي ته لاره هواره کړو. دا کار به نه یوازې د خوړو په تولید کې د ځان بساینې لامل شي، بلکې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د بې وزلۍ د کچې د ښکته کېدو او د ملي اقتصاد د پیاوړي کېدو سبب به هم شي».

وروسته د طبيعي – تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب د محترم رئیس الوزراء پیغام ولوست، په پیغام کې د یاد سیمینار له جوړلو مننه وشوه او دا د قدر وړ اقدام وبلل شو. په یاد پیغام کې وویل شول چې، «غذايي امنیت لکه څنګه چې د انسانانو لومړني حقوق ګڼل کېږي، حاکم نظامونه مسؤلیت لري چې د خپل ولس هراړخیز امنیت او حفاظت ته پاملرنه وکړي، لکه څنګه چې د هغوی د سر، مال او عزت ساتنه کوي همداراز د خلکو غذايي امنیت هم باید تامین کړي، هغوی له فقر، لوږې او نادارۍ څخه وساتي او د ژوند اساسي اړتیاوې یې پوره کړي».

ورپسې د اقتصاد وزارت معین محترم عبد اللطیف نظري، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې رئیس محترم وحید الله فریادي، د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ وزارت د زراعتي تحقیقاتو رئیس محترم مولوي نصر الله طلحه، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار محترم دکتور غلام فاروق اعظم، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین محترم دکتور ملا زین العابدین عابد، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم مولوي ضیاء الرحمن اریوبي، د ریاس.ت ال.وزراء د اداري معاونیت د دفتر رئیس محترم مولوي خلیل الله روحاني، د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال محترم انجینر ویس الدین ویس، د تخنیکي – مسلکي زده کړو ادارې د څېړنو او نوښت رئیس محترم دکتور سید محسن سادات هم د یاد سیمینار وینا وال وو.

په یاد سیمینار کې د مقالو لوستلو لړۍ هم جریان درلود چې له (۱۸) عنوانه مقالو څخه یې د وخت د کمښت په اساس ځینې مقالې ولوستل شوې او د سیمینار په پای کې څېړونکو او ګډونوالو په (۷) مادو کې د لاندې پرېکړه لیک تصویب کړ او د څېړنپوه ویس الدین جواد لخوا د ټولو ګډونوالو په حضور کې ولوستل شو:

1. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د هایدروپونیک کرنې له سیستمونو کې د پانګونې تر څنګ، د کرنې د مختلفو برخو په کچه د روزنیزو ورکشاپونو او د عامه پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو له لارې د هایدروپونیک سیستمونو ګټې معرفي او د علمي څېړنو د ترویج او پراختیا هڅې وکړي.

2. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د بایو ټکنالوژۍ په برخه کې د لابراتوارونو د جوړولو او د ظرفیت د لوړولو ځانګړي پروګرامونه طرح او عملي کړي، او د دې برخې د پراختیا او ترویج لپاره لازمې هڅې ترسره کړي.

3. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې په هېواد کې د عمودي کرنې د ټکنالوژۍ او تخنیک د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

4. د افغانستان اسلامي امارت ، خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې په ګډه همکاري سره د ترانسجینک کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، څو زموږ هېواد د دوامدارې کرنې او غذایي امنیت په لور عملي ګامونه واخلي.

5. د دې کنفرانس ګډونوال باور لري چې د افغانستان د غذایي امنیت تحقق د معاصرې کرنیزې او مالدارۍ ټکنالوژۍ له ګټې اخیستنې پرته ممکن نه دی. له همدې امله ټولو اړوندو بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې د کرنې او مالدارۍ د علمي، تخنیکي او عملي بدلون په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، څو افغانستان وکولای شي د غذایي خودکفایۍ او پایداري په لور ثابت ګامونه واخلي.

6. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د هېواد د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره بنسټیزې څېړنې پیل او عملي کړي.

7. په پای کې وړاندیز کېږي چې د دې سمینار د مقالو ټولګه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري چاپ او خپره شي، تر څو د استادانو، عالمانو، څېړونکو او مینه‌والو د ګټې وړ وګرځي.

سیمینار د ښاغلي څېړنپوه سید حبیب شاکر په مثبته ارزونه او د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال محترم مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره پای ته ورسېد.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS