په پښتوکې د لنډکيو ژانرونو (مينيماليزم) څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
نوماند څېړنوال دوکتور محمد داود عربزي

( د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع )

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتوت، د ادبیاتو او متنپوهې د ډيپارټمنټ علمي غړي، نوماند څېړنوال دوکتور محمد داود عربزي د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې رسالې ((په پښتو ادب کې د لنډکيو ژانرونو (مينيماليزم) څېړنه)) تر سرليک لاندې د څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکيب تر لارښوونې لاندې يې بشپړه کړې وه، په بريالۍ توګه دفاع وکړه.

د دې څېړنيز اثر په لومړي څپرکي کې د موضوع په شاليد بحث شوی، په پښتو شعر و نثر کې يې مخينه روښانه شوې، په دويم څپرکي کې د لنډکيو ژانرونو پېژندنه او ډولونو څېړل شوي، چې هر ژانر په کې معرفي شوی او بيا يې پر تاريخي بهير څېړنه شوې، په پروژه کې د شاملو ژانرونو نړيوال او په پښتو ادب کې په شاليد بحث شوی.

د دې څېړنیز اثر درېيم څپرکی د لنډکيو ژانرونو شکلي او محتوايي څېړنې ته ځانګړی شوی دی، دا څپرکی د پروژې اساسي برخه ده، چې د لنډکيو ژانرونو په دې برخه کې د نويو ژانرونو پر منځپانګيز او شکلي جوړښتونو ژور بحثونه شوي، پر دې سربېره د هر ژانر پر تاريخي بهير هم رڼا اچول شوې ده.

په وروستي يا څلورم څپرکي کې د لنډکيو ژانرونو د مخکښو ليکوالو، شاعرانو او د هغوی د اثارو د پېژندنې ترڅنګ، د پروژې عمومي جاج هم اخيستل شوی او د موضوع پر بېلابېلو اړخونو کره کتنيز بحثونه هم شوي دي ، دا پروژه په اخرکې پايله، وړانديزونو او د مأخذونو فهرست لري.

د ژوري هئيت له خوا د نوموړي دفاع مثبته وارزول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS