کنفرانسونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

د بهائیت فرقې په جوړولو کې د پخواني او اوسني استعمار رول

“علمي- څېړنيز کنفرانس” وړاندې کوونکی: څېړنوال دکتور نور الله کوثر موضوع: زاړه او نوي استعمار تل د فرقو په رامنځته کولو او د اسلامي ټولنو خلکو په انحراف او د هغوی ترمنځ د اختلافاتو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی، چې بهائیت د دې رول څرګند مثال ګڼل کیدی شي، ځکه چې د بهائیت باطله او منحرفه فرقه د استعماري رسنیو په همکارۍ رامنځته شوې ده او نن ورځ په بشري ټولنو کې په پټه او ښکاره توګه خپلې عقیدې ته بلنه ورکوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

«ادبي کالم ليکنه» علمي- څېړنيز کنفرانس

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د «ادبي کالم ليکنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۲هـ. ش کال د وري په ۹مه نېټه وړاندې کړ.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۲:۳۸
Background image

د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د چین تګلاره: یو اړخیزه که څو اړخیزه؟

(علمي – څېړنیز کنفرانس) د روان ۱۴۰۱ هـ.ل کال د کب میاشتې پر ۲۳مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی عمران زکریا، څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه (د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د چین تګلاره: یو اړخیزه که څو اړخیزه؟) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

پر ”دنیا“ ناول کره‌کتنه

"علمي- څېړنیز کنفرانس" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنوال سیدنظیم سیدي «پر دنیا ناول کره کتنه» علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. دنیا ناول د آغلې صفیې حلیم لیکلی اثر دی، چې په ۱۳۸۴ل کال کې د سوما خپرندویې ادارې له خوا په ننګرهار کې خپور شوی دی.

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۵:۵۴
Background image

د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونه او پر افغانستان یې اغېزې

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» د ۱۴۰۱هـ.ل. کال د کب مياشتې پر ۲۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د «د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونه او پر افغانستان یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د مثاني- حالبي رجعت (Vesicoureteral reflux) بررسي؛

وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د وړاندې کولو ځای: علومو اکاډمي، د کنفرانسونو خونه د وړاندې کولو نېټه او وخت: دوشنبه، ۱۴۰۱/۱۲/۱ ( ۱۴۴۴/۷/۲۹) نېټه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي. د کنفرانس هدف: ۱- د مثاني- حالبي رجعت د لاملونو او تشخیصیه لارو چارو بررسي کول. ۲- د مثاني- حالبي رجعت د اختلاطاتو بررسي کول. ۳- د مثاني- حالبي رجعت د درملنې بررسي کول. ۴- د مثاني- حالبي رجعت د درملنې د ښو درملیزو میتودونو په ګوته کول.

Pagination