کنفرانسونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱۴:۵۰
Background image

په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه

(علمي- تحقيقي کنفرانس) د افغانستان د علومو اکادمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي )په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه( په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هــ. ش کال د ثور په ۲۱مه وړاندې کړ.

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

د ډایورژنس قضیه او د هغې کارونه

«علمي ــ څېړنیز کنفرانس» وړاندې کوونکی: څېړنیار سید نعیم سایق د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز، د ریاضي – فزیک انسټیټیوت، د ریاضي دیپارتمنت علمي غړی لنډیز جوزف – لـوئیس لاګــرانژ (Joseph – Louis Lagrange)په 1760 کې د سطحي انتیګرالــونو نظریه معرفي او په کال 1762ز کې د ډایورژنس قضیه وموندله، خو هغه نوموړي قضیه ثبوت نه کړه. د ډایورژنس قضیه کارل فریډریش ګاووس(Karl Friedrich Gauss) په 1813ز کې کشف کړه. جورج ګرین (George Green) پرته له دې چې د لاګرانژ او ګاووس له کارونو څخه خبر و لري، د ډایورژنس قضیه کشف کړه. میخایل واسیلیوچ اوستروګرادسکي (Mikhail Vasilyevich Ostrogradsky) روسي ریاضي پوه و چې د لومړی ځل لپاره یې په کال 1831ز کې د ډایورژنس قضیه ثبوت کړه.

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه

« علمي ــ څېړنیز کنفرانس » د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال (د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه) په نامه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۱ هــ ل کال د ثور د میاشتې پر (۵)مه نېټه وړاندې کړ.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د مفرور ناول کره‌کتنه

علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت، د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال سيد نظیم سیدي ((د مفرور ناول کره‌کتنه)) په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰ل کال د کب د میاشتې پر ۲۳مه نېټه وړاندې کړ. د نوموړي علمي- څېړنیز کنفرانس هدف د مفرور ناول کره کتنه وه، چې د مفرور ناول پر جوړښت او منځپانګه خبرې وشوې او د کره‌‌کتنې له غوښتنو سره سم د نوموړي ناول ښې خواوې او نیمګړتیاوې په ګوته شوې. په پای کې د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه

د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي «د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۸مه نېټه وړاندې کړ.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۹:۱۴
Background image

په معاصرو ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت

۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړندويې سمیلې «وحید» احمدزۍ «په معاصر ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت» په اړه خپل علمی- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. نوموړې په دې کنفرانس کې د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په اړه علمي او تخنیکي بحث وکړ، د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په نه شلېدونکو اړیکو خبرې وشوې او په منظوم او منثور معاصر ادب کې د فولکلور په ارزښت او موقف هر اړخیز بحث وشو او په دې برخه کې مستند دلایل او بېلګې وړاندې شوې.

Pagination