په معاصرو ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۹:۱۰
په معاصرو ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت

۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړندويې سمیلې «وحید» احمدزۍ «په معاصر ادبیاتو کې د فولکلور ارزښت» په اړه خپل علمی- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړې په دې کنفرانس کې د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په اړه علمي او تخنیکي بحث وکړ، د فولکلور او معاصرو ادبیاتو په نه شلېدونکو اړیکو خبرې وشوې او په منظوم او منثور معاصر ادب کې د فولکلور په ارزښت او موقف هر اړخیز بحث وشو او په دې برخه کې مستند دلایل او بېلګې وړاندې شوې.

اغلې احمدزۍ وويل، څرنګه چې د لیکلو ادبیاتو اصلي منبع شفاهي ادبیات دي او په معاصر وخت کې که څه هم د ټکنالوژۍ او مډرنیزم عصر دی، خو بیا هم زموږ معاصر ادبیات د ډېرو مسایلو د ثبوت او د مستندو دلایلو د وړاندې کولو لپاره د ولسي ادبیاتو له تومنې څخه استفاده کوي، یعنې نه یواځې دا چې له ولسي ادبیاتو څخه ګټه اخیستنه کمه شوې نه ده، بلکې څېړونکي په دې ادبیاتو کې د نغښتو پټو رازونو او ګټورو پیغامونو په څېړنه کې لا هم لګیا دي. نو ډېره اړتیا احساسیږي چې دا ولسي ادبیات راټول شي.

که چېرې دغه شفاهي او ولسي زېرمې د هېواد له هر ګوټ څخه راټولې، تحلیل تفسیر او ثبت نه شي، زموږ دغه ملي پانګه به و دخت په تېرېدو تیارو کندې ته ور ولوېږي او له منځه به لاړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS