په علومو اکاډمي کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق (ترزیق) پیل شو
۲۷ جوزا ۱۴۰۰
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي په غوښتنه د عامی روغتیا محترم وزارت د خپل مسلکي ټیم له لارې د علومو اکاډمي علمي غړو او اداري کارمندانو ته د چین هېواد مرسته شوی د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق پروګرام پیل کړ.
د پروګرام په پیل کې د علومو اکاډمي رهبري هیأت ته دغه واکسین ترزیق شو. د اکاډمي مشرتابه په دې تړاو د یاد شوي وزارت له رهبرۍ او مسلکي ټیم څخه مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د دې پروګرام له لارې به د علومو اکاډمي ټولو علمي غړو، اداري او خدماتي کارمنداندانو ته واکسین ترزیق شي.