څېړندوی احسان الحق کبیر د ادبیاتو او متنپوهنې د ډيپارټمنټ د امر په توګه مقرر شو
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس د ۱۴۰۱/۱/۱۰ نېټې د (۳۶) ګڼه حکم پر اساس څېړندوی احسان الحق کبیر د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت، د ادبیاتو او متنپوهنې د ډيپارټمنټ د امر په توګه مقرر او نن د ژبو او ادبیاتو د مرکز د رئیس څېړنوال سید نظیم سیدي، د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت د امر او د مرکز د نورو امرینو او استادانو له خوا په رسمي توګه معرفي او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.