د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکې: سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو يې اغېزې (۱۹۹۱- ۲۰۱۶ز.)

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۱۰:۵۲

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

اجرا کوونکی: څېړندوی عبدالصبور مبارز

د اجرا موده: له ۲۵/۱۰/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۳ نېټې پورې.

د څېړنې موخه: د دې څېړنې موخه، په ټاکلي موده کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان د سياسي، اقتصادي ا و فرهنګي اړيکو څېړل او پر سيمه او افغانستان يې د اغېزو روښانه کول دي.

د څېړنې مبرميت: د امريکا متحده ايالات په سيمه کې له پاکستان سره د يو شمېر نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړيکې لرلې دي. دا چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی  او تل د دغه هېواد له سياستونو او پاليسيو اغېزمن شوی، نو د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان نږدې اړيکې پر افغانستان اغېزې لري، نو د دې اړيکو څېړل او پر افغانستان يې د اغېزو روښانه کول د دې څېړنې مبرميت په ګوته کوي.

د څېړنې اساسي پوښتنې: په دې څېړنه کې به لاندې اساسي پوښتنو ته ځواب وويل شي:

۱- له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۶ز. کال پورې د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکې څرنګه وې او پر سيمه او افغانستان يې څه ډول اغېزې لرلاي دي؟

۲- څرنګه د افغانستان د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان له اړيکو څخه ګټه اخېستلای شو؟

د څېړنې ډول او مېتود: د دې څېړنې ډول کتابتوني او مېتود يې تحليلي – تشريحي دی.

د څېړنې منتظره پايلې: د دې څېړنې په پای کې به دا څرګنده شي چې د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پر کومو اصولو ولاړې دي. له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۶ز. کال پورې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې څومره نږدېوالی راغلی او د کومو لاملونو پر بنسټ يې اړيکې کمزورې شوي دي. همدرانګه به روښانه شي چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو – فرهنګي حالاتو کومې اغېزې لري. سربيره پر دې د دې اړيکو له مثبتو اغېزو څخه د ګټې اخيستنې او له منفي اغېزو څخه د مخنيوي په موخه به مناسبې طرحې هم وړاندې شي. د دې پروژې په بشپړولو سره به په دې برخه کې يو ځانګړی علمي – څېړنيز اثر رامنځته شي، چې د بين المللي اړيکو مينه وال، پوهنتونونه، د افغانستان د ديپلوماسۍ دستګاه او نورې اړونده مراجع به ترې ګټه پورته کړي.

د ترسره شوي کار سلنه: په دې څېړنيزه پروژه دېرش (۳٪) سلنه کار شوی او په پاتې برخې يې کار روان دی.