د خوږو جوارو د (FAO 290) ګروپ د هایبرېډونو د ودې او اقتصادي ارزښت مطالعه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۸:۴۶
د خوږو جوارو د (FAO 290) ګروپ د هایبرېډونو د ودې او اقتصادي ارزښت مطالعه

(علمي څېړنیز کنفرانس)

کابل _ ۱۱/۳/۱۴۰۱

د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی محمد منیر نظیري د (د خوږو جوارو د (FAO 290) ګروپ د هایبرېډونو د ودې او اقتصادي ارزښت مطالعه) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس ارایه کړ. په دې کنفرانس کې لومړی د جوراو د دوه رګه کولو (Hybridization)، د هغه ډولونو او د تاریخچې په اړه معلومات وړاندې شول. وروسته بیا د څېړنې په موادو او مېتود بحث وشو، د څېړنې په جریان کې د FAO290 ګروپ د خوږو جوارو د غوره تر لاسه شویو هایبرېډونو د ودې اقتصادي اغېزمنتوب په اړه معلومات وړاندې شول، د څېړنې پایلې روښانه شوې او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ اړوندو ادارو ته وړاندیزونه وشول.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.

Documents

د کنفرانس مکمل سلایډونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS