د ګزک د تور رنګه مرمرو د ځانګړتیاوو څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۱:۱۱

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

لیکوال: معاون محقق انجنیر سید رضا احسانی

د څېړنې موخه، مبرمیت، میتودونه او د متوقعه پایلي:

مرمر یو له مهمو ودانیو او آراییشي ‌‌ډبرو څخه دی چی په پراخه توګه کارول کېږې. د ګزک تور رنګه مرمرو د کیفیت له پلوه او کابل ته نږدې د ودانیو او سینګار ‌‌‌‌ډبرو په توګه ځانګړی اهمیت لري. د هېواد په بیارغونه کې د مرمر ډبرو د رول له امله، دا مرمرونو ته بیړنۍ اړتیا ده، چی په دې برخه کې د دغو مرمرو د جیولوجیکي او فزیکي – میخانیکي ځانګړتیاوو څېړنې موخه ده. په دې څیړنه کې، د کتابتون، ساحوي او لابراتواري بېلابېل میتودونه کارول کېږې. د دې څېړنې څخه به لاندې پایلې ترلاسه شي.

  • د ګزک مرمر کان جیولوجیکي جوړښت او د پراخولو څرنګوالی.
  • د ګزک مرمرو د تشکیل شرایط.
  • د ګزک مرمر او د هغه د ځای ورکوونکي ‌‌ډبرو پتروګرافیکي او منرالوجیکي ځانګړنې.
  • د ګزک مرمر فزیکي - میخانیکي ځانګړتیاوې.
  • د څیړل شویو ساحو څخه مختلف مقیاسونو نقشې.
  • د ګزک مرمرو صنعتي او اقتصادي اهمیت.