څېړنپوه دکتور هاشمي ته د اکاډميسين علمي رتبې وياړغونډه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۵:۲۵
څېړنپوه دکتور هاشمي ته د اکاډميسين علمي رتبې وياړغونډه

د افغانستان علومو اکاډمي کې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو ویاړغونډه د یکشنبې په ورځ په ۲۳/۱/۱۴۴۴هـ. ق = ۳۰/۵/۱۴۰۱هـ. ش نېټه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمۍ د دفتر رئیس ښاغلي شوکت الله عابد له لوري د اکاډمي له خوا څېړنپوه سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې وړاندې شوی پيشنهاد او د رئ یس ال وزراء د منظورۍ حکم ولوستل شو. ورپسې د علومو اکاډمۍ لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د اکاډمیسین علمي رتبې په علمي ارزښت او د ورکړې په قانوني څرنګوالي وغږېد. ده وویل: د علومو اکاډمي په تاریخ کې تر ډېره د اکاډميسني رتبه په افتخاري شکل ورکول شوې ده، خو په قانوني او اصولي بڼه د دې رتبې د ورکړې په پروسیجر ګرد او خاورې پرتې وې، مګر د ا . ا په راتګ سره دا بهیر پرته له کومې سلیقې پیل شو او د دکتور هاشمي د علمي آثارو تر دقیقې ارزونې وروسته، نوموړی د دغې رتبې مستحق وګڼل شو. د هغه په وينا، له دې وروسته به دا بهیر په عادي ډول روان وي او مستحقو علمي او اکاډميکو شخصيتونو ته به د اصولو او قوانینو مطابق دا رتبه ورکول کېږي. د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي د علومو اکاډمي په قانون کې د دغې علمي رتبې د ورکړې په پروسیجر او د مراحلو د طی کولو په اړه راپور وړاندې کړ. ده زياته کړه، د علومو اکاډمي په تېر تاریخ کې دغه رتبه تر ډېره د وخت د سیاسي حاکمانو له خوا په افتخاري بڼه ځینو اشخاصو ته ورکول شوې وه چې په دې کسانو کې ځينې کسان مستحق او ځينو نورو سره بیا د سياسي سليقې له مخې چلند شوی دی؛ خو ښاغلي هاشمي ته په لومړي ځل د اکاډميسنۍ رتبه له قانوني پړاوونو تېرولو او د عمومي مجمع له دايرېدو وروسته ورکول شوې ده. د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد دکتور عبدالجبار څپاند بیا ښاغلي هاشمي ته د پوهنتون په استازیتوب د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د علومو اکاډمي رهبرۍ ته وړاندیز وکړ چې دا بهیر وغځوي او په هېواد کې د علم او فرهنګ په برخه کې ځینې نور مستحق پوهان او څېړونکي هم له پامه ونه غورځوي. په غونډه کې د کابل مجلې مسئول مدیر څېړنپوه محمد نبي صلاحي او د علومو اکاډمي علمي غړي او ژبپوه څېړنپوه شریف الله خان شریف هم خبرې وکړې. هغوی دواړو له استاد هاشمي سره د ګډ علمي او فرهنګي کار خاطرې له ګډونوالو سره شریکې کړې، په خپله استاد هاشمي او د علومو اکاډمي رهبري ته يې يو لړ مشخص وړانديزونه وکړل. په پای کې اکاډمیسن سید محی الدین هاشمي د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د تېر په شان به یې ټول کار له قلم او لیکلو سره وي او له دې لارې به هېوادوالو ته لا ډېر خدمت کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی ضياءالحق ځلاند (د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې) تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۹
Background image

«په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د عملي-څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

په دې علمي اثر کې د افغانستان د پرمختیايي بهیر مهم اړخونه په ژوره علمي-څېړنیزه توګه ارزول شوي دي. د څېړنیزو مقالو په دې ټوګه کې په افغانستان کې د پایښت لرونکي پرمختګ پر وړاندې شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی

د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف د یوی اونۍ لپاره اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په. . .

BACK TO NEWS