د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۱:۲۵
د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز

د کتاب نوم : د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز

لیکوال: څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی

د مخونو شمېر:  ۱۱۲

د چاپ کال: ۱۳۹۸هـ. ش 

د کرنې په برخه کې چې هره علمي څېړنه تر سره کېږي، اساسي موخه يې د کمي او کیفي پلوه د حاصلاتو زیاتول دي چې دا څېړنه هم په همدې هدف ترسره شوې ده.

د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز تر مطالعې لاندې نیول شوی دی. څېړنه په کابل کې تر یو ډول شرايطو لاندې، خو یواځې د سرې د اندازو په تغییر سره ترسره شوې ده چې په څلورم ټریتمنټ کې (۹۵) کیلوګرامه یوریا او (۸۵) کیلوګرامه دای امونیم فاسفیت سرې په استعمال سره په یو هکتار کې تر ټولو ښه او نظر کنټرول ته په یو جریب کې ۶۰۰ کیلوګرامه زیات حاصل په لاس راغلی دی، چې د یو هکتار مجموعي حاصل يې (۱۱) ټنه یا (۱۹،۶۴) خرواره کېږي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-09/%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%D9%88%DA%AB%D8%A7%D9%86%D9%88%20%C2%A0%D8%AF%20%C2%A0%D8%AD%D8%A7%D8%B5%D9%84%D8%A7%D8%AA%D9%88%20%C2%A0%D9%BE%D9%87%20%DA%A9%DA%86%D9%87%20%D8%A8%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90%20%D8%AF%20%DB%8C%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%A7%20%C2%A0%D8%A7%D9%88%20%C2%A0%D8%AF%D8%A7%DB%8C%20%D8%A7%D9%85%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%85%20%D9%81%D8%A7%D8%B3%D9%81%DB%8C%D8%AA%20%D8%B3%D8%B1%D9%88%20%D8%AF%20%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%DB%90%D9%84%D9%88%20%D8%A7%D9%86%D8%AF%D8%A7%D8%B2%D9%88%20%C2%A0%D8%A7%D8%BA%DB%90%D8%B2.pdf

 

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS