په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۹:۳۳
څېړنوال سید نظیم سیدي

«علمي- څېړنیز کنفرانس»
نېټه: ۲۵/۷/۱۴۰۱
د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي ((په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه)) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې په کیسه‌ګۍ، په نړیوال او پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ پر مخینه، د کیسه‌ګۍ پر ځانګړنو، ایا کیسه‌ګۍ یو ژانر دی او که نه دی؟ د کیسه‌ګۍ په مخالفت، د کیسه‌ګۍ داخلي جوړښت، په پښتو ادب کې د لیکل شویو کیسه‌ګیو پر منځپانګه خبرې وشوې. 
کیسه‌ګۍ یا داستاني مینیمال په شلمه مېلادي پېړۍ کې دود شو، په دې ادبي ځېل کې د وخت سپما او د لوستونکي ادبي ذوق خړوبول دواړه پالل کېږي. په دې ورستیو دوو لسیزو کې په پښتو ادب کې هم دغه ادبي ژانر دود او ډېر مینه‌وال او لوستونکي یې پیدا کړل. کیسه‌ګۍ د کیسې ډېرې لنډې بڼې ته وايي چې هم پیغام لري او هم لوستونکی د یوې پېښې انځورولو ته هڅوي. د کیسه‌ګۍ له نوم اېښودو څخه مخکې په پښتو ژبه کې کیسه‌ګۍ ته ورته داستاني طرحې لیکل شوې وې چې د کیسه‌ګۍ ټولې ځانګړنې په ځان کې لري چې له دې امله موږ هغو ته د کیسه‌ګۍ نوم اخیستلی شو. دې برخې ته په کتو سره په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ د لومړي لیکوال په اړه د ادبپوهانو رایې بېلېږي. 
په کیسه‌ګۍ کې طرحه ساده، ځای ځایګی یې تنګ، د کرکټر او پېښو په برخه کې یې پوره سپما وي او له بلې خوا د داخلي جوړښت له مخې سوژه، کرکټرونه، پېښه یا پېښې، ډيالوګونه، منظرکښنې، تلوسه، پیغام او نور ټول توکي لري، خو په ډېر لنډون سره. 
په دې څېړنیز کنفرانس کې په پورته موضوعاتو علمي بحث وشو چې په پای کې کنفرانس د ټاکل شوي کمیسیون له لوري مثبت وارزول شو او په ګاندې کې هم د دې ته ورته کنفرانسونو د وړاندې کولو غوښتنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه

(علمي- څېړنيز کنفرانس) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار «د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه» تر سرليک لاندې د بشري علومو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۲۴
Background image

په کابل اوبیزه حوزه کې د خاورو د ویجاړېدو (Erosion)

د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې ۱۵نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت په تالار کې د یوې علمي – څېړنیزې غونډې په ترڅ کې د ځمکپوهنې مرکز د هایدرومیتیورولوجي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د ۱۴۰۴لمریز کال د تلې د میاشې له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي(. . .

BACK TO NEWS