(په اسلام کې د تشبه فلسفه) کتاب چاپ شو؛

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۱:۲۵
په اسلام کې د تشبه فلسفه

د حکیم الاسلام مولانا قاري محمد طیب رحمه الله کتاب (التشبه في الاسلام) چې د علومو اکاډمۍ د ژباړې د مرکز رئیس، مولوي سید احمدالله هاشمي ژباړلی، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو.

په دې کتاب کې د تشبه مسئله له شرعي، عقلي او تجربي اړخه څېړل شوې او پر دې مسئله واردو شویو شبهاتو ته عالمانه او عاقلانه ځوابونه هم ویل شوي دي.

دا کتاب د مسلمانانو د فعلي ضرورتونو پر اساس ژباړل شوی، ژبه یې عام فهمه او محتوا یې د هر چا تر غوږ او زړه پورې رسېدای شي.

د یادونې وړ ده چې دغه کتاب په دري ژبه هم د علومو اکاډمۍ د ترجمې مرکز لخوا ژباړل شوی.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی شئ…

https://asa.gov.af/.../Philosophy%20of%20Imitation%20in...

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS