د کاردیوجنیک شاک د پېښو، لاملونو، تشخیص او درملنې څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۵۷
څېړنوال دوکتور ضیاءالرحمن حقمل

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع”

څېړونکی: څېړنوال دوکتور ضیاءالرحمن حقمل

د څېړنې ځای: د جمهوریت ملي تخصصي روغتون او امیري طبي کمپلکس.

د دفاع ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي علومو معاونیت

د دفاع دغه غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او څلور تقریظونه ولوستل شول. ورپسې څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي – څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړي. څېړونکي په ټاکلې موده کې په بریالیتوب سره دفاع وکړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او په پای کې د نوموړي دفاع، د ټاکل شوي کمېسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره تأیید شوه. دغه علمي څېړنیزه رساله په 476 مخونو کې لیکل شوې ده. دا یوه توصیفي مشاهدوي (Observational descriptive) څېړنه ده چې د SPSS پروګرام په مرسته یې ارقام تحلیل شوي دي. په ټولیزه توګه په دغه څېړنه کې د کاردیوجنیک شاک 591 ناروغان څېړل شوي چې ارقام یې په ریتروسپیکټیو او پروسپیکټیو بڼه راټول شوي و. په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دویم څپرکي کې د موضوع په اړه عمومیات، په درېیم څپرکي کې د کاردیوجنیک شاک د اپیدیمیولوژي، لاملونو او مساعد کوونکو فکتورونو څېړنه، په څلورم څپرکي کې د کاردیوجنیک شاک د کلینیکي نخښو نښانو او تشخیصیه پلټنو څېړنه، په پنځم څپرکي کې د کاردیوجنیک شاک د درملنې او په روغتون کې د اختلاطاتو او انذراو څېړنه، په شپږم څپرکي کې د موضوع علمي روغتیايي ارزښت بیان شوي او په پای کې د څېړنې پایلې، له لیتراتور سره مناقشه، وړاندیزونه، مأخذونه او ضمیمه ځای په ځای شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS