علمي پروژېنور دلته

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل په شرایطو کې د انګور د ناروغیو په هکله څیړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرأ کوونکی : څیړندوی محمد طاهر رسولی یاداشت: انګور د غذایي او روغتیایي پلوه زیاتې ګټې لري. د انګورو په میوو کې د موادو اندازه او مختلفو عناصرو موجودیت (شتون) د انګورو د نوعې (ډول) کرنیز چاپیریال او د هغې د دانو د پوخوالي له مخې کاملاً توپیر لري.

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۰:۲۱
Background image

دافغانستان په شرایطو کې د لمر له وړانګو څخه د بریښنا د تولید په اړه څیړنې

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرأ کونکی : څېړنوال انجنیر نجیب الله " حسینی " د پروژې د اجرأ موده: له 03 / 03 / 2016 څخه تر 02 / 12 /1401 د علمی - څیړنیزې پروژې موخې او مبرمیت : د انرژۍ د ودې د زیاتوالی اړتیا ، د حیاتی معیارونو زیاتوالی ، د دې لپاره چې په بشری ټولنې کې د انرژۍ څخه زیاته ګټه پورته کړی ، چې د ځمکې د زیاتې تودوخې د رامنځته کولو سره مخ شوی دی.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه

«د علمي - تحقیقي پروژې دفاع» د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز، د ریاضي او فزیک د انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړنیار سیدنعیم "سایق" د روان کال د عقرب د میاشتي په 18- امه نېټه د چهار شنبې په ورځ سهـار 10 بجي " د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه" تر سرلیک لاندې له خپلې علمي – څېړنیزي پروژې څخه د پوهانو او استادانو په حضور کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ

« د علمي ــ څېړنیزې پروژې دفاع » د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د عقرب د میاشتې پر (۷) باندې د (آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ) تر عنوان لاندې د خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه په بري سره دفاع وکړه.

شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۲:۵۰
Background image

د ۱۳۷۰ – ۱۴۰۰ هجري لمریزو کلونو په منځ کې د کاپیسا او پروان ولایتونو د کرنیزو محصولاتو په تولید باندې د اقلیمي بدلونونو د اغیزو څیړل

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکونکی: محترم سرمحقق عبدالبصیر اعظم طی چهاردهۀ اخیردراقلیم جهانی تغییرات قابل ملاحظه رونما گردیده که دراثر آن درجۀ حرارت کرۀ زمین بلند رفته وخشکسالی های دوامدار بوقوع پیوسته که بالاثر آن بالای رشد ونموی نباتات وهمچنان بالای سطح تولید محصولات زراعتی تأثیرات ناگوار را به جا گذاشته است.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۵
Background image

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وحشی ژیوو د ژوند څیړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکوال: څیړنپوه محمد یاسین فرهمند لنډیز ټول ژوندي موجودات، د نباتاتو او غیر کورني حیواناتو په ګډون چې د انسان له مداخلې پرته ژوندي پاتې کیږي او د خپلو اولادونو بقا تضمینوي،

چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۲:۳۶
Background image

د ښاری برښنا په شبکو کی د ترانسفارمرونو د کاري اغیزمنتیا بیا کتنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکونکی: سرمحقق انجنیر محمد اکرم شهیم ترانسفارمرونه چی د بنسټیز عنصر په توګه په سیستم کی فعالیت لری، د کاری اغیزمنتیا په موخه د شبکی په بیلابیلو څانګو کې درې دوله، یعنی لوړ، منځنی او ټیټ ولتاژونه لری.

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

په افغانستان کې د بیدیاوو دجغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکونکی: څېړنوال عبدالرحمن لطیف د اجرا موده : 13/ 12 / 1398 الی 13 / 12 / 1404 د علمي څېړنېزې پروژې هدف او مبرمیت: داقلمي د اقلیمي بدلونو نو په لړ کې د طبیعي پېښو رامنځته کېدل او د طبیعي چاپېریال تخریب او ویجاړېدل د اندېښنې وړ هغه موضوعات دي چې د ژوندیو موجوداتو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي. بې له شکه چې د بیدیاوو پراختیا نن ورځ د نړۍ یوه له جدي او خطرناکو طبیعي معضلو څخه ګڼله کېږي چې د پراختیا په حال کې دي او طبیعي ایکوسیستم ګواښي، حال دا چې زموږ هېواد په وچه کې را ګیر دی، صحرایي او نیمه صحرایي اقلیم لري او رطوبتي سرچینې یې لږ دي،

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د شرقي زون ( ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړندوی خلیل الرحمن (بارکزی) خلاصه د خاورو د حاصل خېزې څېړنه او د خاورې په ترکیب کې د موجوده ضروري عناصرومالومول د پایداره کرنیز تولید له پاره د ځانګړي اهمیت لرونکې موضوع ده. خاوره د کرنيزو بوټو د روزنې او حاصلاتو د تولید غېږه ده، چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون يو زيات شمير اړين عناصر ګټې اخستنې ته چمتو کوي. د خاورې کيمياوي، بیولوژیکي او فزيکي خواص د نباتاتو په وده باندې اغيز کوي، د بوټو ښه وده، د هغوی د حاصلاتو له کميت او کيفيت سره نه شلېدونکې اړيکې لري. ځکه نو د حاصل خېزۍ له نظره د خاورې ترکیب پېژندل یوه ځنډ نه منونکې مبرمه موضوع ده.

Pagination