د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۳۳

د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز اړوند د ژبپوهنې څانګې غړي ښاغلي نوماند څېړندوی ضیاءالحق سیند نن په ۱۴۰۲ل/۵/۲۵ نېټه څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې «د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه» څخه  بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی ضياءالحق سیند د څېړندوی علمي – رتبې مستحق وګڼل شو.

د علمي – څېړنیزې پروژې  لنډیز

دغه علمي – څېړنیزه پروژه په پنځو څپرکو او ۱۷۰مخونو کې د ۱۱۱مأخذونو په کارولو سره د څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي په لارښوونه د یوه کال په موده کې بشپره شوې ده، چې په ټوله کې د موضوع پر شالید، د استاد تږي پر ژوند، علمي – فرهنګي وضعیت، استاد تږي د ژبپوهنیزو، ادبپوهنیزو او متفرقه آثارو او مقالو تشریح او تحلیل ترسره شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دغه رساله کې په لومړي ځل د پوهاند دکتور حبیب الله تږي بشپړ ژوندلیک او ټول علمي – څېړنیز آثار چې د مستقلو آثارو شمېر یې له شلو او د علمي – څېړنیزو مقالو شمېر یې له سلو څخه اوړي له تشریحي – تحلیلي مېتود څخه په ګټه اخیستنې څېړل شوي دي.