د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه
![](/sites/default/files/2023-08/%D8%AF%20%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF%20%D8%AD%D8%A8%DB%8C%D8%A8%20%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87%20%D8%AA%DA%96%D9%8A%20%D8%AF%20%D8%A2%D8%AB%D8%A7%D8%B1%D9%88%20%D8%AA%D8%AD%D9%84%DB%8C%D9%84%D9%8A%20%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%87.jpeg)
“د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع”
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز اړوند د ژبپوهنې څانګې غړي ښاغلي نوماند څېړندوی ضیاءالحق سیند نن په ۱۴۰۲ل/۵/۲۵ نېټه څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې «د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه» څخه بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی ضياءالحق سیند د څېړندوی علمي – رتبې مستحق وګڼل شو.
د علمي – څېړنیزې پروژې لنډیز
دغه علمي – څېړنیزه پروژه په پنځو څپرکو او ۱۷۰مخونو کې د ۱۱۱مأخذونو په کارولو سره د څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي په لارښوونه د یوه کال په موده کې بشپره شوې ده، چې په ټوله کې د موضوع پر شالید، د استاد تږي پر ژوند، علمي – فرهنګي وضعیت، استاد تږي د ژبپوهنیزو، ادبپوهنیزو او متفرقه آثارو او مقالو تشریح او تحلیل ترسره شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دغه رساله کې په لومړي ځل د پوهاند دکتور حبیب الله تږي بشپړ ژوندلیک او ټول علمي – څېړنیز آثار چې د مستقلو آثارو شمېر یې له شلو او د علمي – څېړنیزو مقالو شمېر یې له سلو څخه اوړي له تشریحي – تحلیلي مېتود څخه په ګټه اخیستنې څېړل شوي دي.