د اسلامي علومو معاونیت
د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د څېړنو معاونیت په ۱۳۷۲هـ. ش کال د وخت د جمهوري ریاست د ۳۰۸۲ شمېرې د ۱۶/ ۹/ ۱۳۷۳ نېټې فرمان له مخې د علومو اکاډمي په تشکیل کې زیات شو چې اوسمهال د معاونیت یو بست، ۳ مرکزونه، ۶ د انستیتوتونو آمریتونه، ۶ دیپارتمنتونو آمریتونه او یو د «تبیان« مجلې علمي- څېړنیز آمریت لري چې په لاندې ډول دي:
۱ـ معاون/مافوق بست.
۲ـ د تفسیر او حدیث مرکز ریاست: دغه ریاست دوه انستیتوتونه او دوه دیپارتمنتونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف: د تفسیر او قرآني علومو د انستیتوت آمریت: د تفسیر په نوم دیپارتمنت لري چې د تفسیرونو او قرآني علومو په اړه تحقیق، کار او فعالیت کوي.
ب- د حدیث او د اصول حدیث د انستیتوت آمریت: د حدیث په نوم دیپارتمنت لري، چې انستيتوت له خپل ديپارتمنت سره يوځای د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو او د اصول حديث په اړه څېړنه او فعالیت کوي.
۳- د فقهې او قانون مرکز ریاست: دغه مرکز دوه انستیتیوتونه او څلور دیپارتمنتونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف- د فقهې او د اصول فقهې انستیتوت آمریت د فقهې او اصول فقهې په نومونو دوه ديپارتمنتونه لري چې د فقهې د علم او د اصول فقهې په باب تحقیق او کار کوي.
ب- د قانون د انستیتوت آمریت د قانون دیپارتمنت او د ښځې او کورنۍ دیپارتمنت لري چې د قوانينو، حقوقو او د کورنیو اړوندو چارو په په هکله څېړنې او کار کوي.
۴ـ د عقیدې او ثقافت مرکز ریاست: دغه ریاست دوه انستیتوتونه او دوه دیپارتمنتونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف- د عقیدې انستیتوت آمریت چې دوه دیپارتمنتونه لري، يو د عقیدې دیپارتمنت او بل د تصوف دیپارتمنت دی چې د عقیدې او تصوف په اړه څېړنه او فعاليت کوي.
ب- د ثقافت انستیتوت آمریت چې د اسلامي ثقافت په باره کې تحقیق او کار کوي.
۵ـ د «تبیان» علمي- څېړنیزې مجلې آمریت: دغه آمریت د علمي غړو او پوهانو علمي- تحقيقي مقالې په مجله کې چاپ او خپروي.
باید وویل شي چې د اسلامي علومو معاونیت تر اوسه (د ۱۳۹۹ کال اوايلو) پورې:
- ۱۲۳ علمي- څېړنیزې پروژې دفاع کړې دي،
- ۴۵ بین المللي او سيمه ييز علمي- څېړنیز سیمینارونه ترسره کړي دي،
- ۳۱۰ علمي- څېړنیز انفرادي کنفرانسونه ترسره کړي دي،
- ۷۹۰ علمي- څېړنیزې مقالې خپرې کړې دي،
- ۶۳ ګڼې د «تبيان» مجلې چاپ او علمي - فرهنګي ټولنې ته وړاندې کړې دي.
د اړيکې شمېره:
۰۲۰۲۲۰۱۲۵۶