د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت

هغه مهال چې د علومو اکاډمی قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۰هـ. ش کال کې توشیح شو، د طبیعي-تخنیکي علومو معاونیت په علومو اکاډمي کې خپل علمي - څېړنیز فعالیتونه پیل کړل، وروسته بیا په ۱۳۶۷هـ. ش کال کې همدې معاونیت لاندېنيو څلورو علمي- څېړنیزو مرکزونو او یوه نشراتي مدیریت ته ارتقا وکړه چې په لاندې ډول دي:

۱- د کیمیا، بیولوژي او کرنې علمي مرکز.

۲- د ریاضي، فزیک او تخنیک علمي مرکز     .

۳- د ځمکې علومو مرکز.

۴- د طب علومو مرکز.

په ۱۳۸۲هـ.ش کال کې د علومو اکاډمي د پیشنهاد او د جمهور رئیس له منظورۍ وروسته په دغه معاونیت کې د ساینس او ټکنالوژۍ ملي کمیسیون سکرتریت هم ور زيات شو.

د طبیعی علومو په بېلا بېلو اساسي برخو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او نورو برخو کې، لکه انرژي، زراعت، مالدارۍ، آبیارۍ، د اوبو منابعو، کانونو، صنعت، کیمیاوي ټکنالوژي، چاپېریال ساتنې، طب، فارمسي، له طبیعي منابعو څخه معقوله او مؤثره استفاده، په هېواد کې د ساینس او تکنالوژۍ انکشاف، د ابداع ارزونه، کشف، اختراع او په دغو برخو کې انسجام او څېړنې د دغه معاونیت اساسي او علمي موخې دي.

نو په دې اساس د دې معاونیت د څېړنیزو مرکزونو پوهانو ډېرې زیاتې علمي- څېړنیزې پروژې د ټولنې مبرمیت او ضرورت ته په کتلو د علومو اکاډمي او سکتوری وزارتونو: کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزرات (له څېړنیزو فارمونو څخه استفاده)، د اوبو او انرژۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت (له روغتونونو څخه استفاده)، د کانونو او پټرولیم وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت، د فوايد عامې وزارت، د چاپېریال ساتنې ادارې، د ملي سټنډرډ ادارې، د پولي تخنیک پوهنتون علمي مرکزونو،کابل پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون..... د شته تخنیکي امکاناتو څخه په استفادې بشپړې کړې دي چې د کرنې، صنعت، انرژۍ، صحت، چاپېریال ساتنې، کانونو او داسې نور برخو کې د تطبیق وړ دي.

د دې معاونیت اړوند د «طبیعت» مجلې د دغه معاونیت د غړو له ۶۰۰ زياتې علمي- څېړنیزې مقالې د ۱۳۹۸هـ. ش کال تر ۵۱ پرله پسې ګڼې پورې چاپ او خپرې کړې دي.

د طبیعي- تخنیکی معاونیت غړي له وزارتونو او سکتوري ادارو سره هر اړخیزه همکاري لري او د تخنیکي او تخصصي سکتور په کمېټو کې فعاله ونډه لري.

ټولې هغه علمي- څېړنیزې پروژې، کنفرانسونه او سیمینارونه چې د دې معاونیت د اړوندو مرکزونو له خوا ترسره کېږي، د ځانګړي علمي اهمیت، اقتصادي، روغتیایي، صنعتي، د غذايي مصئونیت تامینولو، چاپېریال ساتنې، اقلیمي، طبیعي زېرمو ساتنې او د هېواد له طبیعي منابعو څخه د معقوله استفادې په برخه کې ځانګړی اهميټ لري. دغه راز ټولې علمي- څېړنیزې پروژې چې د همدې معاونیت له خوا ترسره شوې دي، د هېواد د علمي او څېړنیزو معتبرو آثارو په توګه چې د علومو اکاډمي د مربوطه څانګې د غړو، د پوهنتونونو او د تطبیقي مؤسسو تقریظونه پرې ليکل شوي دي، د هېواد د فرهنګ په غنامندۍ که مهم رول لري.

د اړیکې شمیره: 0202201209